تازه خبرونه

افغانستان د ابراهیم ځدراڼ د سلیزې پر مټ له زمبابوې دوه یمه یو ورځنۍ لوبه وګټله

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۲, ۱۴۰۱

د دوشنبې پر ورځ  افغان کرکټ لوبډلې په دوه یمه یو ورخنۍ نړیواله لوبه کې زمبابوی ته پر اته ویکټو ماتې ورکړه.

افغانستان له زمبابوې سره د یو ورځنیو لوبو له درې هغو دوه یمه هم وګتله.

افغان کرکټ لوبډلې زمبابوي ته ۲۲۹ هندف وټاکه.

ځدراڼ ۱۶ څلوریزې ووهلې او ۱۲۰ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.

د افغانستان لپاره فرید احمد درې او فضل الحق فاروقي، محمد نبي او راشد خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

له دې بریا سره افغانستان د درې لوبو په لړۍ کې دوه وګټلې.

درېیمه شل آوریزه لوبه به د پنجشنبې پر ورځ ترسره شي.

Trending

Exit mobile version