تازه خبرونه

افغانستان د اسلام‌آباد د ایکو غونډې له حذفېدا وروسته د تهران سرمشریزې ته ځي

ټاکل شوې، چې د ایکو اته‌لسمه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر پر درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو پر ګډون جوړه شي او د سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل ويلي، چې د افغانستان اسلامي امارت پلاوی به د اقتصادي همکاریو ټولنې( ایکو) په اته‌لسمه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پلاوي مشري به د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر غاړه ولري.

ټاکل شوې، چې د ایکو اته‌لسمه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر پر درېیمه او څلورمه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو پر ګډون جوړه شي او د سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړي.

دا اعلان په داسې حال کې کیږي، چې د نومبر پر پنځلسمه او شپاړلسمه په اسلام‌آباد کې د پاکستان پر کوربه‌توب د اقتصادي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په دېرشمه غونډه کې له ګډون څخه پاتې شو. په داسې حال کې، چې افغانستان د دې سیمه‌ییزې ټولنې غړی هېواد دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي وه، چې کابل ته بلنه ورکړ شوې نه‌وه؛ ځکه اسلام‌آباد د افغانستان اوسنۍ اداره پر رسمیت نه‌پیژني.

پاکستانيو چارواکو دا ادعا هم کړې، چې د افغانستان غړیتوب د اقتصادي همکاریو ټولنې د دارالانشا لخوا ځنډول شوی دی.

دا پرېکړه د افغان چارواکو له نیوکو سره مخ شوه.

اسلامي امارت استدلال کوي، چې سیاسي اختلافات باید د سیمه ییزو اقتصادي نوښتونو او همکاریو په برخه کې د افغانستان د ګډون مخه ونه نیسي.

د تهران په سرمشریزه کې د افغانستان ګډون به کابل ته دا فرصت برابر کړي، چې له سیمه ییزو شریکانو سره د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا، ټرانسپورټي نښلون او سیمه‌ییزو همکاریو ته ورته مسایلو په اړه بیا اړیکې ټینګې او خبرې اترې وکړي.

Trending

Exit mobile version