تازه خبرونه
افغانستان د افغان پولیسو د معاشونو د ورکړې د مدیریت غوښتنه وکړه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
افغان حکومت د ملگرو ملتونو انکشافي پروگرام ( یو ان دي پي ) ته شپږ میاشتې وخت ورکړی، چې د هغه صندوق مدیریت ور وسپاري، چې اوسمهال د افغان پولیسود معاشونو د ورکړې مسوولیت لري.
د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی وایي:
دا اقدام د ولسمشر له خوا د اصلاحاتو د هغه پروگرام یوه برخه ده، چې د لندن په غونډه کې یې نړېوالې ټولنې ته د عملي کېدو ژمنه ورکړې وه.
د ښاغلي سالارزي په وینا؛ افغانستان اوسمهال کولی شي نړیوالو ته د مرستو لگولو روڼ حساب ورکړي.
د دغه پينځه سوه میلیون دالري صندوق چارې د ملگرو ملتونو د انکشافي پروگرام له خوا پرمخ وړل کېږي.
دا غوښتنه داسې مهال شوې، چې په افغانستان کې اداري فساد اوس هم د حکومت په وړاندې د یوې سترې ننگونې په توگه پاته دی.