د هوا حالاتو بدلونونه
افغانستان د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري – ملابرادر
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو په رامنځته کولو کې ونډه نهلري؛ خو له پایلو یې زیانمنېږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اقلیمي خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او د طبیعي پېښو له کبله د اوښتونکو زیانونو د کمولو لپاره د افغانستان د نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو پر عادلانه لاسرسي ټینګار کړی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، افغانستان د اقلیمي بدلونونو په رامنځته کولو کې ونډه نهلري؛ خو له پایلو یې زیانمنېږي.
نوموړي نن(سېشنبه د تلې یوویشتمه) د اقلیمي خطرونو د کمولو نړیوالې ورځې پر مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او د طبیعي پېښو له کبله د زیانونو د کمولو لپاره نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو ته د افغانستان د عادلانه لاسرسي غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړې، افغانستان تېر کال د زلزلو، موسمي سېلابونو او وچکالۍ له کبله له درندو ټولنیزو او اقتصادي زیانونو سره مخ شو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دغو پېښو د عامه بنسټونو ترڅنګ خلکو ته هم مرګ او ژوبله او پراخ مالي زیانونه واړول.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د اقلیمي عدالت پر رعایت ټینګار کړی او څرګندوي:« دا د نړیوال اقلیمي عدالت له اصولو سره هېڅ سمون نهلري، چې مونږ د ستونزې په رامنځته کولو کې ونډه ونهلرو؛ خو د هغې درندې او ستونزمنې پایلې وزغمو او د هغو ورانوونکو زیانونو بیه ورکړو، چې نورو رامنځته کړي دي.»
هغه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او د اقلیم اړوند ادارو غوښتي، چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه له سیاسي ملاحظاتو سره ونهتړي.
ملا برادر ویلي، اقلیمي بدلونونه ټولو ته زیان رسوي او د نړۍ د اقلیم ساتنه، پرته له هر ډول استثنا، د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له کبله د زیانونو د کمولو لپاره نړیوالو مالي او تخنیکي مرستو ته د افغانستان عادلانه لاسرسی د دغه هېواد حق دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د عصري هواپېژندنې وسایلو، د پېښو له رامنځته کېدا مخکې د خبرتیا سیسټمونو او پرمختللیو ژغورنې وسایلو په برابرولو او د تخنیکي وړتیاوو په پیاوړتیا کې له افغانستان سره عملي همکاري وکړي.
هغه همداراز ویلي، اسلامي امارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د معیاري او مقاومو ودانیو د جوړولو، د اوبو د مهارولو لپاره د استنادي دیوالونو د جوړولو او د ځنګلونو د ساتنې او بېرته احیا په برخو کې د پام وړ هڅې کړې دي او دا هڅې به روانې وساتي.