د هوا حالاتو بدلونونه
افغانستان د اقلیمي کړکېچ په لومړۍ کرښه کې؛ کابل د اوبو له کمښت سره مخ دی
د ملګرو ملتونو د نیویارک عمومي غونډې په څنډه کې د« افغانستان د اقلیمي او کډوالۍ فشارونو په لومړۍ کرښه کې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه، چې د ملګرو ملتونو استازو، کارپوهانو او افغان فعالانو په کې د اوبو د کړکېچ، وچکالۍ، سېلابونو، بېځایه کېدا او په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.
افغانستان د اقلیمي بدلونونو او د کډوالۍ له کبله د زیاتېدونکو فشارونو له کبله د اوبو او چاپېریال په برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د نیویارک عمومي غونډې په څنډه کې د« افغانستان د اقلیمي او کډوالۍ فشارونو په لومړۍ کرښه کې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه، چې د ملګرو ملتونو استازو، کارپوهانو او افغان فعالانو په کې د اوبو د کړکېچ، وچکالۍ، سېلابونو، بېځایه کېدا او په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.
د ملګرو ملتونو د اقلیمي اقدام په چارو کې یوه چارواکي ویلي، افغانستان په نړۍ کې د شنو خونو د ګازونو د خپرېدا له کبله ۰.۱ سلنه کمه ونډه لري؛ خو د اقلیمي بدلونونو له زیانمېدونکي حالت سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د اقلیمي اقدام سلاکار سلون هارټ ویلي:« افغانستان په نړۍ کې د شنو خونو د ګازونو په خپرولو کې له ۰.۱ سلنې کمه ونډه لري؛ خو له سخت اقلیمي زیانمنونکي حالت، د چاپېریال له ویجاړېدا، اقتصادي کمزورۍ او محدود بنسټیز ظرفیت سره مخ دی.»
نوموړي زیاته کړې، له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ز. کال پورې څلور پرلهپسې وچکالۍ د افغانستان خلک سخت زیانمن کړي او د روان کال په پسرلي کې ناڅاپي سېلابونو له ۷۳ زره څخه ډېر کسان اغېزمن کړي دي.
د «نړیوالې تابیا» ټولنې مشر هم ټینګار کړی، چې د ګڼشمېر کډوالو بېرته راستنېدا د افغانستان پر محدودو سرچینو ولسي فشار زیات کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د سویس استازي کاسان شیفشایان ویلي، سویس د اقلیمي بدلونونو او اوبو د خوندیتوب له ننګونو سره د مقابلې لپاره د افغانستان له هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره له بېلابېلو لارو کار اخلي؛ چې د مرکزي آسیا لپاره د ملګرو ملتونو د مخنیوي ډیپلوماسۍ له سیمهییز مرکز، د اوبو په ډیپلوماسۍ کې د ښځو له نړیوالې شبکې او په مرکزي آسیا او افغانستان کې د دې شبکې له فعالیتونو ملاتړ هم په کې شامل دی.
دغه راز د اوبو د سرچینو او اقلیمي بدلونونو کارپوه نجیبالله سدید ویلي، کابل به تر ۲۰۳۰ز. کال پورې د نړۍ لومړنۍ پلازمېنه شي، چې د ځمکې لاندې اوبو له سخت کمښت سره به مخ شي.
دا ستونزه یوازې په کلیوالو سیمو پورې محدوده نهده او د افغانستان پلازمېنه کابل هم د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو له کمېدا سره مخ دی.
د ځینو اټکلونو له مخې، ښايي تر ۲۰۳۰ز.کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه پای ته ورسېږي. په دې ښار کې شاوخوا اووه میلیون کسان ژوند کوي.
د غونډې ګډونوالو په پای کې ټینګار کړی، چې د افغانستان اقلیمي کړکېچ باید د نړیوالې همکارۍ او ګډ مسوولیت په چوکاټ کې وڅېړل شي. هغوی له اقلیمي بدلونونو سره د سمون او له دغو بدلونونو د رامنځته شویو زیانونو د جبران لپاره د افغانستان او سیمهییزو بنسټونو مالي سرچینو ته د ډېر لاسرسي غوښتنه وکړه.