تازه خبرونه

افغانستان د امریکا مرستو ته اړتیا لري – افغان کارپوهان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د حضور دوام کوم درد نه شي تداوي کولای؛ خو دا چې افغان سرتیري په بشپړه توګه تجهیز نه شي.

یو شمېر افغان سیاسي او پوځی کارپوهان د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته اشاره کې وایي، په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د امریکا همکاري یوه اساسي اړتیا ده او باید له دوه زره اتلسم کال مخکې دغه اړتیا برطرفه شي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما په سپینه ماڼۍ کې له خپل افغان سیال سره خبري کنفرانس کې اعلام وکړ چې د دوه زره پنځلسم کال تر پایه به امریکا افغانستان کې نهه زره اته سوه سرتیري پریږدي.

افغانستان کې پوځي او سیاسی کارپوهان له دغه اعلان څخه هرکلی کوي او وایي، د سیمه ییزو ټوپک والو او ګاونډیو هېوادونو له ګواښونو نه د مخنیوي او افغان سرتیرو د مورال د لوړولو لپاره اړتیا ده چې امریکایي سرتیري شتون ولري.

بلخوا د ولسي جرګې ځینې غړي ټینګار کوي چې امریکا باید تر هغو پورې په خپلو ژمنو ودریږي څو پورې چې افغان دولت خودکفا شوی نه وي.

دا مهال افغانستان کې نږدې لس زره امریکایي سرتیري میشت دي او بارک اوباما وایي، دغه شمېر سرتیري به د روان میلادي کال تر پایه وساتل شي.

د ښاغلي اوباما د پخواني پلان له مخې، ټاکل شوې وه دغه شمېر سرتیري د همدې کال په پای کې پنځه نیم زرو ته را ښکته شوي وای.

افغان ولسمشر د بارک اوباما له تازه پریکړې هرکلی کړی دی.

Trending

Exit mobile version