انځوريز خبرونه

افغانستان د امو له نفتي حوزې د تېلو توليد پيل كړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان چارواكي هيله مند شوي، چې د تېلو د توليد له پيل سره به افغانستان د انرژۍ او نفتي توكو له پلوه په ځان د بسياينې لوري ته گام واخلي.

د افغانستان د كانونو وزير وايي، چې:

تر درې مياشتو به د افغان- تاجك د نفتي حوزې تړون هم لاسليك شي، چې په نږدې كلونو كې به افغانستان د نفتي توكو اتيا په سلو كې اړتيا په خپله پوره كوي.

د كانونو وزارت د څېړنو له مخې:

د  افغانستان په شمال كې د امو سيند نفتي حوزه شاوخوا اتيا ميليون بشكې تېل لري، چې د دوشنبې په ورځ(د لړم لومړۍ) يې د توليد لړى پيل شوه.

د كانو وزير وحيد الله شهراني وايي، چې:

د روان كال ترپايه به له دغې حوزې څخه  ۱۵۳ زره بوشكې نفت استخراج شي او په را روان كال كې به دغه شمېر يو نيم ميليون بوشكو ته ورسيږي.

افغانستان هركال د درې نيم ميليارد ډالرو په ارزښت نفت واردوي.

وحيد الله شهراني وايي، چې:

د نفتو د استخراج له پيل سره به د افغانستان نوي په سلو كې د د تېلو اړتيا پوره شي.

د سرپل والي عبدالجبار حقبين وايي:

دوه كاله ورسته يعنې په ۱۳۹۳ ل كال كې به له دې حوزې څخه د توليد شويو نفتو كچه دوه نيم ميليون بوشكو ته ورسيږي؛ خو له دغې حوزې څخه توليد شوي تېل به تر دوه كلونو پورې له هېواد څخه بهرتصفيه كيږي او له دوه كلونو وروسته به  د تېلو د تصفيې لړۍ په هېواد كې پيل شي.

د امو سيند د نفتو د حوزې زياته برخه د سرپل په ولايت كې ده، چې د نفتو د استخراج له پيل سره به په دغه ولايت كې زرگونه كسانو ته د كار زمينه برابره شي.

د كانونو وزارت وايي، چې افغانستان اوسمهال د نفتو له خوا د ملي انرژۍ مصونيت نه لري او له دغې نفتي حوزې څخه د نفتو استخراج به افغانستان په ځان د بسيا توب لوري ته نږدې كړي.

Trending

Exit mobile version