سیمه ییز خبرونه

افغانستان د انرژۍ په ليږد راليږد كې ځانگړى اهميت لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغا نستان د بهرنيو چارو وزارت په سيمه كې د انرژۍ د امنيت او په هغه كې د افغانستان د رول په اړه يوعلمي كنفرانس جوړ كړ. په دې غونډه كي د افغانستان، پاكستان او ايران استازيو گډون كړى و.

په دې علمي ناسته كې به د افغانستان په شته ظرفيتونو، امكاناتو او ننگونو په اړه خبري وشي، چې پربنسټ به يې يوه پاليسي جوړه او په راتلونكې كې به د افغانستان  د بهرني سياست يوه برخه وگرزول شي .

په كابل كې د آسيا د پرمختيايي بانك رييس وايي، چې افغانستان د خپل جغرافياوي موقعيت له مخې كولى شي د سويلي او مركزي آسيا د هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په ترانزيت كې ډېر مثبت رول ولوبوي.

هغه زياتوي، د آسيا پرمختيايي بانك چمتو دى، چې د افغانستان له بېلابېلو اقتصادي پروگرامونو سره د مرستې ترڅنگ د دغه هېواد د نفتو د رايستلو لپاره يو پلان جوړ كړي، چې له دې لارې خپل توليدات ډېر كړي.

د آسيا پرمختيايي بانك چارواكي وايي، افغانستان د خپلې اړتيا وړ ۷۳ سلنه انرژي له بهره واردوي په داسې حال كې، چې په كور دننه د انرژې د توليد ښه ظرفيت لري.

په افغا نستان كي د آسيا پرمختيايي بانك رييس جوجي توكاشي وايي:

افغانستان پخپله تر اوسه زياتي طبيعي زيرمي لري، چي له دي څخه كولي شي هم ترې پخپله كار واخلي  او هم يې نورو هېوادونو سره همكاري وكړي. انرژي د اقتصاد اصلي بنسټ دى افغانستان يې لري بايد توليد شي او د زياتوالي لپاره يي هم هڅي وشي .

د افغانستان  د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند  فرامر زتمنا وايي:

افغانستان له دغه موقعيت څخه ښه استفاده كوي او غواړي د سيمې له هېوادونو سره د انرژۍ د ترانزيت په برخه كې خپلې همكارۍ ډېرې كړي.

په دغه وزارت كې چارواكي وايي، په دې سره به د سيمې يو شمېر اقتصادي پروژې د امنيت له ټينگښت سره مرسته وكړي.

Trending

Exit mobile version