لوبی
افغانستان د انګلستان پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام په سیالیو کې د لومړي ځل لپاره د انګلستان لوبډلې ته په خپله درېیمه زړهراکښونکې لوبه کې د ۶۹ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
دا سیالي تېره ورځ د تلې پر ۲۳ مه د هند د پلازمېنې نوي ډیلي د ارون جیتلي په لوبغالي کې جوړه شوه.
د انګلستان کرکت لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان، چې په پیل کې توپ، وهنه وکړه په وروستي اوور کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۸۴ نمرې یې واخیستې او انګلستان ته یې د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه.
انګلستان د خپلو ټولو لوبغاړيو پر له لاسه ورکولو په ۴۱ اورونو کې یوازې ۲۱۵ نمرې ترلاسه کړې او ټاکل شوي هدف ته ونه رسید.
د انګلستان لوبډله په روان نړیوال جام کې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي. دغې لوبډلې د ایلیمینیشن کپ په لومړۍ لوبه کې له نیوزیلند څخه ماتې خوړلې وه،؛خو څو ورځې وروسته یې د بنګله دېش پر وړاندې په لوی توپیر بریا خپله کړه.
د لوبې په پیل کې افغانستان د رحمان الله ګوربز له توپوهنې سره خورا پیاوړی ښکارېده؛ خو بیا یې پر کمو منډو یو شمېر لوبغاړي له لاسه ورکړل.
ګوربز وکولی شول، چې یوازې د افغانستان لپاره ۸۰ نمرې واخلي او انګلستان د دوهیمې نیمايي په پیل کې دوه مهم لوبغاړي له لاسه ورکړل.