سیمه ییز خبرونه

افغانستان د اپتا تړون د بياكتنې غوښتنه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ۲۰۱۱م كال كې د افغانستان او پاكستان تر منځ اپتا نومى تجارتي او ترانزيتي تړون لاسليك شوى دى؛ خو پاكستان د دې تړون له موادو اوږه سپكوي او تل يې افغان سوداگرو ته ستونزې جوړې كړې دي.

د سوداگرۍ او صنايعو وزارت معين مزمل شينوارى وايي:

دغه تړون د افغانستان لپاره له ځانگړې گټې برخمن دى؛ ځكه، چې د افغانستان د صادراتو د ودې، د وارداتو د بهير د چټكتيا، د بهرنۍ پانگونې د هڅونې او په نړيوالو بازارونو كې له افغان محصولاتو څخه د ملاتړ لپاره ډېر ارزښت لري.

له بلې خوا د افغانستان او پاكستان د گډې سوداگريزې خونې رييس محمد زبیر موتی والا د دغه تړون پلي كيدل د دواړو هېوادونو د  صادراتو او وارداتو په وده كې گټور بولي او وايي:

د دواړو هېوادونو د سوداگرۍ او ترانزيت په برخه كې ستونزې شتون لري؛ خو بايد هڅه وشي، چې خپلې راكړې وركړې له 2.5 ميليارد دالرو څه ۵ ميليارد دالرو ته پورته كړو.

له بلې خوا د علومو اكادمۍ چارواكي وايي، دا، چې د افغانستان او سيمې د هېوادونو ترمنځ په سوداگريزو راكړو وركړو كې څرنگه ترانزيتي ستونزې حل شي، دوى ورته يوه تگلاره جوړه كړې، چې حكومت يې بايد په ژوره توگه وگوري.

د دوى په وينا، دا به له هره پلوه افغانستان له ستونزو وژغوري.

د افغانستان د علومو اكادمۍ رييسه ثريا پوپل وايي، افغانستان د سيمې په هېوادونو كې ستراتيژيك موقعيت لري، چې كولى شي په سوداگريزو اړيكو كې د يوه پل په توگه عمل وكړي.

نوموړې د ورښمو سوداگريزې لارې ته اشاره كړې او وايي، د دې لارې په فعاليدو به افغانستان په اقتصادي ډگر كې د پام وړ بدلون وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سوداگرۍ او صنايعو خونه د گاونډ هېوادونو په ځانگړي توگه د ايران او پاكستان دوه گونې سياست د افغانستان په زيان بولي او وايي، چې پر لامل يې هر كال دې هېواد ته ۶۰۰ ميليارد دالر زيان رسيږي.

Trending

Exit mobile version