سیمه ییز خبرونه

افغانستان د بانكي خدمتونو له كبله غوره وده كړې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د نړيوال بانك د مالي ادارې ( آى اف سي) د ارزونې له مخې د افغانستان بانكي سيستم د پورونو د وركړې په برخه كې د منځنۍ آسيا او شمالي افريقا د هېوادونو په سر كې راغلى دى.

د افغانستان بانك رييس نورالله د لاوري وايي، چې د نړيوال بانك او حركت موسسې په همكارۍ د افغانستان بانك په چوكاټ كې د منقولو اموالو د ثبت پرمختللى سيستم فعال شوى دى.

كه څه هم په دې وروستيو كې د بهرنيو اسعارو په وړاندې د افغانۍ را لويدو خلك اندېښمن كړي، خو ښاغلى دلاوري وايي:

د افغانستان بانك پولي سياست اجازه نه وركوي، چې افغانۍ له دې زيات د بهرنيو اسعارو په وړاندې را ولويږي.

دا په داسې حال كې ده، چې په تېرو شپږ مياشتو كې افغانۍ د دالرو په وړاندې پېنځلس په سلو كې را لويدلې ده.

Trending

Exit mobile version