لوبی
افغانستان د بايسكل ځغلوونې په آسيايي سياليو كې گډون كوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د هېواد د بايسكل ځغلوونې فدراسيون په آسيايي سياليو كې د گډون له پوره چمتووالي خبر وركوي.
د بايسكل ځغلوونې رييس وايي:
ټاكل شوې ده، چې پدې سياليو كې به د افغانستان په استازيتوب پېنځه لوبغاړي له خپلو بايسكلونو سره هند ته ولاړ شي او د آسيا له ۴۲ هېوادونو سره به په سياليو كې برخه واخلي.
دى وايي:
ملي لوبغاړيو له درې مياشتو راهيسې پدې سياليو كې گډون ته تمرينونه پيل كړي او پاتې يوه مياشت به هم په ننگرهار كې خپلو تمرينونو ته دوام وركړي.
د بايسكل ځغلوونې آسيايي سيالۍ به يوه مياشت وروسته په هند كې پيل شي.