تازه خبرونه

افغانستان د تاجکستان د برښنا ټول پورونه ورکړي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۲)

په کولمبیا پوهنتون کې «Ever Asianet» رسنۍ راپور ورکړې، چې اسلامي امارت د تاجکستان د برښنا ټول پورونه پرې کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ ز. کال کې تاجکستان افغانستان ته د ۱۱۰ اعشاریه ۴ میلیون ډالرو پر ارزښت برښنا ورکړې، چې د ۲۰۲۲ کال پر پرتله پېنځه سلنه زیاته ده.

د افغانستان برښنا شرکت هم ویلي؛ افغانستان د ټولو هغو هېوادونو پیسې، چې برښنا ترې واردوي، ورکړې او ان پیسې یې مخکې ورکړې دي.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي څرګنده کړې: له فتحې وروسته له بانکي بندیزونو او اقتصادي ستونزو سره – سره مونږ وتوانیدو، چې ۶۲۷ میلیون امریکایي ډالر، چې د څلور ګاونډ هېوادونو ټول پورونه ول؛ ورکړو.

د ډېرو خلکو هیله دا ده، چې افغانستان د برښنا د تولید پوره وړتیا لري؛ نو په هېواد کې د اړتیا وړ برښنا د تولید وخت رارسېدلی او افغانستان دې نور هر کال له ۳۰۰ میلیون ډالرو څخه د ډېرې برښنا پلورلو ته ځان نه اړ کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي؛ مونږ د برښنا د زیاتولو هڅه کوو او هغه مزي نوي کوو، چې لږ برښنا لېږدوي. د بېلګې په توګه په بغلان ولایت کې د برښنا یو سب سټیشن پرانیستل شو، چې له دې سره به کابل ته برښنا زیاته شي.

یو شمېر ښاریان د برښنا له پرچاویو اندېښمن دي او له حکومت څخه غواړي، چې د برښنا عادلانه وېش ته پاملرنه ډېره کړي.

د افغانستان برښنا شرکت مسوولینو ويلي، د دغې ادارې د پېنځه کلنې ستراتیژۍ پر بنسټ به ۷۱۰ میګاواټه برښنا په هېواد کې دننه تولید شي.

Trending

Exit mobile version