تازه خبرونه
افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.
هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو لهخوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.
د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.
په دې سیمهییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمهییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.