تازه خبرونه

افغانستان د ترهګرۍ ستر قرباني دی- نریندرا مودي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وایي، چې افغانستان د ترهګرۍ ستر قرباني هېواد دی.

هغه د امریکا د کانګریس ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، چې د یوه سوله ییز، سوکاله او امن افغانستان له پاره هند او امریکا ګډ مسوولیت لري.

ده وویل، چې افغانان به د یوې ښې راتلونکې لپاره د امریکا مرستې او قرباني هېرې نه کړي.

نوموړی بې له دې، چې د پاکستان نوم په خوله راوړي وایي، چې تروریزم د هند په ګاونډ کې ساه اخلي او نړیوال باید د ترهګرۍ د ریښو د وچولو له پاره ګډ کاروکړي.

د نوموړي په وینا د طالبانو، لشکر طیبه ،القاعده او ړنورو ترهګرو ډلو پیغام نړۍ ته یو شی دی؛ هغو غواړي نړۍ ته کرکه، جنګ او وحشت وده او پراختیا ده.

نوموړي زیاته کړه، چې اړتیا ده هند او امریکا په سیاسي، پوځي او دفاعي برخو کې همکارۍ پراخې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د هند صدراعظم نریندرا مودي څو ورځې وړاندې افغانستان ته سفر کړی و او له ولسمشر محمداشرف غني سره یې په ګډه د هرات په چشت شریف کې جوړ شوی برښنا بند پرانسته وکړه او دغه بند د هند – افغان د دوستۍ بند ونومول شو.  

Trending

Exit mobile version