سیمه ییز خبرونه

افغانستان د خپلو اوبو د كارونې ځانگړې پاليسي نه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بهرنيو چارو  وزارت سياسي مرستيال جاويد لودين وايې:

په افغانستان كې د اوبو لپاره ځانگړې پاليسي نشته او همدې تشې له گاونډ هېوادونو سره د اوبو د وېش په لاركې ستونزې را ولاړې كړې دي. اوبه د هر هېواد د بهرني سياست  اساسي برخه جوړوي، خو د پاليسي له نه شتون سره سره مو د هېواد د اوبود مهارولو په هدف هڅې كړې دي.

د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل وايي:

د نړيوالو بنسټونو په همكارۍ مو په وروستيو اته كلونو كې د هېواد ټولې اوبه څېړلي او يوه مسوده ورته جوړه شوې ده.

چارواكو دا څرگندونې د سه شنبې په ورځ(د مرغومي ۵) د ولسي جرگې د چاپېريال ساتنې د كميسيون له لوري د افغانستان د اوبو د مهار او كنترول په موخه جوړې شوې غونډې ته وكړې.

د ولسي جرگې د چاپېريال ساتنې كميسيون رييس عبيدالله رامين وايي:

غواړو په بېلابېلو ناستو كې د افغانستان د اوبو د مهار، په ښه توگه د وېش او لازم مديريت لپاره يوه حل لار پيدا كړو؛ ځكه، چې په تېرو څو كلونو كې دولت او نورو بنسټونو دې ستونزې ته پاملرنه كړې نه ده.

غونډې ته په خبرو كې د اوبو او انرژۍ وزيرمحمداسماعيل څرگنده كړه، چې:

د امنيت نه شتون، د كاري وړتياوو ټيټ والى او د نړيوالې ټولنې له خوا په افغانستان كې لويو پروژو ته نه پاملرنه هغه ستونزې دي، چې د افغانستان د اوبو په وړاندې يې ستونزې را پورته كړې دي.

د غونډې گډونوال باوري دي، چې اوبه د هېواد ملي پانگه ده او بايد لازمه پاليسي ورته جوړه شي، چې  شته ستونزې مو پاى ته ورسيږي.

دا غونډه په داسې حال كې جوړيږي، چې د افغانستان د اوبو ستره برخه گاونډ هېوادونو( ايران او پاكستان) ته له گټې پرته بهيږي.

Trending

Exit mobile version