تازه خبرونه

افغانستان د داعش له ګواښ سره مخ دی – دوستم

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

جنرال دوستم خبردارى وركړ چې په شمال كې سلګونه داعش جنګيالي له خپلو كورنيو سره ځاى پرځاى شوي او افغانستان د دغې ډلې له ګواښ سره مخ دى.

هغه وايي له دې ډلې څخه چې په سختى انسانان وژني د ژغورنې لاره د افغانانو يووالى دى.

نوموړي دا څرګندونې په مزار ښار کې د نوي کال د مرسمو د لمنځنې په غونډه کې وکړي.

د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د حضرت علي كرم وجهه د جنډې د پورته كولو فرمان صادر كړ.

په دې مراسمو كې جنرال دوستم خبردارى وركړ چې افغانستان او ګاونډي هيوادونه يې د داعش په نامه يو لوى خطر ګواښي چې تر توربيرغ لاندې فعاليت كوي.

د ولسمشر لومړى مرستيال له دې ډلې څخه د ژغورنې يوازينى لاره چې د انسانانو سرونه پرې كوي،د افغانانو يووالى دى.

ښاغلي دوستم وويل؛ ولسمشر محمد اشرف غني به ديكشنبې په ورځ د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ امريكا ته سفر وكړي او د سولې خبرې ددې سفر مهمه موضوع ده.

 

په همدې وخت كې د بلخ ولايت سرپرست عطامحمد نور وويل چې په تير كال كې بلخ ولايت د بيارغونې له مخې د ولايتونو په سر كې و او د دولت له پاره يې اوه ميليارده او ۱۳۰ ميليون ډالره عوايد ټول كړي دي.

ښاغلي نور د ملي يووالي له حكومت وغوښتل چې د پارلماني ټاكنو په درشل كې د ټاكنو قانون او كميسيونونو د اصلاح زمينه برابره او نور اجازه ورنه كړي چې فرصت غوښتونكي د خلكو په برخليك لوبې وكړي.

هغه هيله وښوده چې په نوي كال كې د ملي يووالي حكومت د هوكړې له مخې لويه جرګه جوړه او د لومړي وزير د پست د رامنځ ته كولو په برخه كې تصميم ونيسي.

په مزارشريف كې د نوي كال مراسم د نورو كلونو په پرتله رنګين او په كلكو امنيتي تدابيرو كې ترسره شول، خو د ګل سرخ ميله به ترڅلويښتو ورځو پورې دوام ولري.

 

Trending

Exit mobile version