تازه خبرونه

افغانستان د درملو له کمښت سره مخ دی

Published

on

(Last Updated On: تله ۱, ۱۴۰۰)

رویټرز راپور ورکوي چې افغانستان او د هیواد د تګ راتګ د ګډوډۍ له امله د درملو له کمښت سره مخ دی.

د روغتیا نړیوال سازان ویلي، چې په افغانستان  کې روغتیایي سیستم دړې وړې کېدونکی دی او انساني ناورین به ښایي ژر را منځته شي.

دا ټولنه وایي، چې که په دې برخه کې پام ونشي؛ افغانستان به له انساني ناورین سره ژر مخ شی.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر کابل ته په سفر کې څرګنده کړې، چې د ناپېیلتیا د اصولو او د ملګرو ملتونو خپلواکۍ ته په کتو به د میلیونونو افغانانو د ژغورنې لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې د افغانستان روغتیایي سکتور پر بانکونو د بندیزونو د لګېدو له کبله د دړې وړې کېدو له ګواښ سره مخ دی او د یو انساني ناورین شونتیا یې را منځته کړې ده.

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر ټډروس آډهانوم ویلي: د مالي مرستندویانو د ملاتړ کمی په افغانستان کې د روغتیایي پروژو پر وړاندې لویه ستونزه ده. زرګونه روغتیایي مرکزونه بودجه نلري او دا مهال طبي تجهیزاتو ته اړتیا ده او کارکوونکیو ته یې معاش ندی ورکړ شوی، ځینې مرکزونه بند شوي او دا مهال اوولس سلنه روغتیایي مرکزونه فعاله دي.

د کابل بازارونو کې د درملو عمده پلورونکي وایي، چې د پولو تړل کېدو له کبله څلویښت سلنه درمل کم شوي او ناروغانو ته نه رسیږي.

درمل پلورونکی زاهد الله وایي، چې له یوې میاشتې را پدیخوا یې درمل ندي وارد کړي او لامل یې د پولو تړل کېدا ده.

درمل پلورونکی مسیح وایي: ځمکنۍ او هوایي پولې د درملو د واردولو لپاره تړل شوي دي؛ مونږ د درملو له کمښت سره مخ یوو؛ د زړه، فشار او سرطاني ناروغیو درمل نلرو او اوس نه راځي.

د روغتیایي نظام د پاشل کېدو خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان مشر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و.

Trending

Exit mobile version