تازه خبرونه
افغانستان د دوه سوه زره ميگاواتو لمریزي او بادي انرژۍ ظرفيت لري
د اوبو اونرژۍ وزارت وايي، افغانستان د دوه سوه زره ميگاواتو لمریزي اوبادي انرژۍ ظرفيت لري.
اسلم حجاب پخپل رپوت کې په ډاگه کړې، چې د اوبو او انرژۍ وزارت چارواكو او په كابل كي د جي ای زيټ موسسي او د ا يكو سازمان د لس هېوادونو له خوا درې ورځينۍ غونډه پيل شوه.
په دې غونډه كي به لهبادي او لمريزې برښنا څخه د گټې اخیستنې پر لارو چارو خبري وشي.
د اوبو ابريښنا وزارت مرستيال فاروق قاضي زاده وايي، چې افغانستان د ۲۰۰ زره ميگا واته لمريزي او بادي انژُ ظرفيت لري.
د نوموړي په وینا؛د دي برښنا ۶۶زره ميگا واته له بادي او پاتي نوره یې له لمرڅخه توليديداي شي.
دايكو سازمان غړیمصطفي ربيع وايي، چي افغانستان په سيمه یيزه كچه د لمرينېاوبادي برښنا ډېرښه امكانات لري.
نوموړی زیاتوي، افغان دولت بايد په دي برخه كي د پانگوالو لپاره امنيت تامين كړي.
د اوبو او برښنا وزارت وايي، چي دمگړۍله نږدې ۲ ميگاواته لمريزېبرښنا څخهپه كابل، باميانواو تخاركي گټه پورته کيږي او هڅه كوو، چي په دغه برخه كي دونران نورې پانگوني ته وهڅول شي.