تازه خبرونه
افغانستان د روسیې او سیمې د فرهنګي اړیکو له ټینګښت ملاتړ کوي
په پیل کې عمروف افغانستان ته له خپل سفر څخه د خوښۍ پر څرګندولو د افغانستان او چیچنیا جمهوریت ترمنځ د فرهنګي او تاریخي اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ او د تاریخ په اوږدو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او فرهنګي مشترکاتو په اړه خبرې وکړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتيق الله عزيزي د چيچن جمهوريت دعلومو اکاډمۍ د مشر او د روسیې د ملیتونو شورا له مرستيال جمبولات عمروف پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره، چې د افغانستان د تاریخي او فرهنګي سیمو څخه د لیدنې پر نیت کابل ته راغلی په کابل نړیوال هوایي ډګر کې وکتل.
په پیل کې عمروف افغانستان ته له خپل سفر څخه د خوښۍ پر څرګندولو د افغانستان او چیچنیا جمهوریت ترمنځ د فرهنګي او تاریخي اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ او د تاریخ په اوږدو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او فرهنګي مشترکاتو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتيق الله عزيزي په خپلو خبرو کې د چيچن جمهوريت ملت او خلک د افغانانو وروڼه وبلل او د افغانستان او روسيې ترمنځ يې د تیموریانو د وخت له اړيکو يادونه وکړه او د افغانستان په اقتصاد او بېخبنا(زیربنا) کې د روسیې فډراسیون رول مهم وباله.
ویل کیږي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عزیزي دې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ مونږ خوښ يوو، چې افغانستان ته د دغه شان علمي او فرهنګي پلاوي هرکلی کوو، چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمنځ فرهنګي اړيکې ټینګیږي او پراختيا مومي.
