تازه خبرونه
افغانستان د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړی کېږي
افغانستان به د ۲۰۱۵ مېلادي کال تر پایه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د دغه مطلب په څرګندولو سره وایي، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په غړیتوب سره به افغانستان کې مثبت بدلونونه راشي، خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا دا د هېواد د صنعت په زیان بولي.
د روان میلادي کال تر پایه به افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت دغه هدف ته رسېدل د هېواد په اقتصادي بهیر کې ستر بدلون بولي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي:
«د سږ میلادي کال تر پای پورې به مونږ انشالله د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کوو او دا د افغانستان د اقتصاد له پاره ډېر با ارزښته دی د دې غړیتوب په تر لاسه کولو سره به کورني تولیدات او پانګه اچونه زیاته شي.»
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې صنعتي مرستیال وایي، دسوداګرۍ په نړیوال سازمان کې به د افغانستان په غړیتوب سره صنعت ته زیان واوړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې صنعتي مرستیالباز محمد باز وايي:
«د دې سازمان غړیتوب د هېواد صنعتي برخې ته زیان رسوي او صنعتګر له ستونزو سره مخامخ کوي او نور نو پانګه وال پانګه اچونې ته زړه نه ښه کوي.»
د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې ۱۶۴ هېوادونه غړیتوب لري چې د سوداګرۍ د نړیوالو قوانینو تنظیم او د غړیو هېوادونو د سوداګریزو ستونزو اوریدل یې د کارونو مهمې برخې دي.
خبرياله: نبیله حفیظي