تازه خبرونه
افغانستان د سوداګرۍ د نړیوال سازمان رسمي غړی شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
افغانستان نن په رسمي توګه د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړی شو.
د افغانستان غړیتوب د دسامبر په میاشت کې منل شوی و؛خو رسمي تائید یې نن وشو.
افغان حکومت وایي؛په دې نړیوال سازمان کې به د افغانستان په غړیتوب سوداګري وده وکړي، د صادراتو او وارداتو بهیربه پراخ شي او د ترانزیت ستونزې به هم حل شي.
ځینې اقتصادي کارپوهان بیا وایي،چې په دې سازمان کې به د افغانستان په غړیتوب کورني تولیدات سخت زیان وویني، کومې اندېښنې،چې حکومت یې بې ځایه بولي.