تازه خبرونه
افغانستان د شانګهای ټولنې سرمشریزې ته ونهبلل شو
ایکسپریس نیوز راپور ورکړی، چې دې غونډې ته اسلامي امارت بلل شوی ندی؛ خو له منګولیا څخه د دې ټولنې د څارونکي غړي او له ترکمنستان څخه د ځانګړي استازي په توګه د ګډون غوښتنه شوې ده.
افغانستان به د شانګهای د همکاریو ټولنې په راتلونکې سرمشریزه کې، چې د اوکټوبر پر پېنځلسمه او شپاړلسمه په اسلامآباد کې جوړېږي؛ ګډون ونکي، ځکه د دې ټولنې مشرتابه بلنه نده ورکې.
ایکسپریس نیوز راپور ورکړی، چې دې غونډې ته اسلامي امارت بلل شوی ندی؛ خو له منګولیا څخه د دې ټولنې د څارونکي غړي او له ترکمنستان څخه د ځانګړي استازي په توګه د ګډون غوښتنه شوې ده.
پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون د ډیپلوماټیکو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسلامي امارت ته؛ ځکه بلنه نده ورکړ شوې، چې د شانګهای همکاریو ټولنې عمومي منشي دوی ته بلنه نده استولې.
پاکستانيو رسنیو هم لیکلي، چې په شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان غړیتوب د ۲۰۲۱ ز. کال د اګسټ پر پېنځلسمه له هغې څو اوونۍ وروسته وځنډول شو، چې اسلامي امارت په کابل کې بیا واک تر لاسه کړ.
دغه هېواد د ۲۰۱۲ کال د جون پر اوومه د شانګهای د همکارۍ ټولنې څارونکی شو؛ خو د غړیتوب له ورکړې وروسته یې په فعاله توګه فعالیت ندی کړی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ آسیا د څلورو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان لخوا جوړ شو. هند او پاکستان په ۲۰۱۷ کال کې له دغه سازمان سره یو ځای شول. هغه مهال داسې اوازې وې، چې ایران او افغانستان ښايي ډېر ژر د دې ټولنې غړي شي. ایران تېر کال له دې ټولنې سره یوځای شو.
اسلامي امارت تر اوسه په اسلامآباد کې د شانګهای همکاریو ټولنې په غونډه کې د نه ګډون په اړه څه ندي ویلي؛ خو د دې ټولنې په تېرو دوه ناستو کې د طالبانو استازو ته بلنه نوه ورکړ شوې.
د شانګهای همکاریو ټولنه به په راتلونکې ناسته کې د سیمهییزو همکاریو او امنیت پر وده راوڅرخیږي.
