سیمه ییز خبرونه
افغانستان د لرغونو آثارو له نندارې درې ميليون او ۵۰۰ زره دالرعوايد ترلاسه كړي
د ملي موزيم چارواكي واي، په لس هېوادونو كې له ۲۰۰۷ م كال را پدي خوا افغانستان د لرغونو آثارو له نندارې درې ميليون او ۵۰۰ زره دالرعوايد ترلاسه كړي دي.
د افغانستان د ملي موزيم رييس عمراخان مسعودي وايي، هغه آثار، چې په نورو هيوادونو كې نندارې ته ايښودل شوي شمېر يې ۲۳۱ ته رسيږي، چې د افغانستان د څلورو لرغونو حوزو استازيتوب كوي.
ښاغلى مسعودي په ډاگه كړه، چې كه څه هم دا آثار په لس هېوادونو كې نندارې ته ايښودل شوي؛ خو تر اوسه هم د روسيې او سويلي كوريا په شان يو شمېر هېوادونه ليواله دي، چې دا آثار نندارې ته كيږدي.
د اويايمې لمريزې لسيزې په جگړو كې د افغانستان د ملي موزيم له اويا سلنه ډېر توكي غلا شوي، چې له ټولو هڅو سره سره تراوسه هم له اويا زره ډېر تاريخي آثار بېرته ملي موزيم ته نه دي وركړشوي.
د هېواد لرغوني آثارو نه يوازې د افغانستان تاريخ او اصلي هويت نړى ته ورپېژندلى، بلكې د هېواد له اقتصاد سره يې هم مرسته كړې ده.