سیمه ییز خبرونه
افغانستان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړيتوب ته له نوماندۍ ډډه وكړه
د افغانستان يو پخوانې ديپلومات ادعا كړى، چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له غړيتوب څخه د افغانستان له ډډه كولو سره سم هندوستان په ۲۰۲۱ كال كې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غړيتوب غوښتنه كړې.
د بهرنيو چارو وزارت پخوانى مرستيال محمود صيقل وايي، وروسته له دې چې افغانستان انصراف وكړ هند د آسياپسفيك ډلې ته يو ليك ولېږه او د ملګرو ملتونو په امنيت شورا كې يي د غړيتوب غوښتنه وكړه.
تر اوسه افغان حكومت د دې ادعا په باب څه نه دي ويلي، خو پوښتنه دا ده، چې افغانستان په كوم دليل له دې چانس څخه انصراف كړى. آيا له هند سره پرې معامله شوې؟
كه څه هم افغانستان د ملګرو ملتونو له بنسټ اېښودونكو او دايمي غړو څخه دى خو تر اوسه نه دى توانېدلى، چې امنيت شورا كې د غړي په توګه لار پېدا كړي.
محمود صيقل همدارنګه زیاتوي، په سوله ساتو ځواكونو او د ملګرو ملتونو په بودجه كې ونډه او په كور دننه د امنيتي ننګونو د كچې ټيټ والى د امنيت شورا د غړيتوب شرطونه دي.
كله مو، چې دا موضوع د ولسي جرګې له غړو عبدالقادر ځاځي او شكريې باركزۍ سره شريكه كړه، هغوی په لومړي ګام كې د امنيت شورا له غړيتوبه د افغانستان انصراف د نه منلو وړ وباله.
هڅه مو وكړه، چې په دې برخه كې د ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنيو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو مسئولو چارواكو په دې برخه كې له څه ويلو ډډه وكړه.
په همدې حال كې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پخوانى مرستيال محمود پرته له دې چې د افغانستان د انصراف پر خبر نيوكه وكړي، وايي، افغان حكومت بايد په دې برخه كې وضاحت وركړي.