سیمه ییز خبرونه

افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کی د غېر دایمي غړيتوب څخه ندی لاس په سر شوی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه پخواني ديپلومات د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا كې د غېر دايمي غړيتوب څخه تېر شوى دى، خو د بهرنيو چارو وزارت مسئولين وايي، چې د غېر دايمي غړيتوب له هڅو نه دي لاس په سر شوي.

اوونۍ مخكې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه پخواني ديپلومات ادعا وكړه، چې افغانستان د هند د باور د تر لاسه كولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غېر دايمي غړيتوب له كانديدۍ څخه تېر شوى او له هغه وروسته هند د غړيتوب وړانديز كړى دى.

د بهرنيو چارو وزارت پخوانى ديپلومات محمود سيقل وايي:

د افغانستان او هند تر مېنځ د ستراتيژيك تړون له مخې دواړه هېوادونه د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا كې د يو بل له ګټو دفاع كوي نو ځكه افغانستان له خپل دغه حق څخه د هند په ګټه لاس په سر شوى دى.

د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی وايي:

د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا كې د غېر دايمي غړيتوب لپاره د هند ملاتړ په دې معني نه دى، چې افغانستان د غړيتوب له هڅو لاس په سر شوى دى.

افغانستان له تېرو څلورو كلونو راهيسې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اصلاحاتو د كمېټې رياست په غاړه لري.

د ښاغلي موسي زي په وېنا افغانستان په دغو څلورو كلونو كې د ملګرو ملتونود امنيت شورا د دايمي غړو د بدلون لپاره خپلو هڅو ته دوام وركړى دى.

Trending

Exit mobile version