تازه خبرونه
افغانستان د م.م په ټولنه کې د ښځو د دریځ کمیسیون غړیتوب ترلاسه کړ
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز ویلي، چې افغانستان په لومړي ځل د م.م په ټولنه کې د ښځو د دریځ کمیسیون یوه څوکۍ وګټله.
د دغې څوکۍ لپاره افغانستان، چین او هندوستان سیالي تر سره کړه، چې افغانستان ۳۹، هندوستان ۳۸ او چین ۲۷ رایې ترلاسه کړې دي.
AFG wining w/ the highest votes the competitive CSW election today, represents a victory for the process started 19yrs ago when, along w/our intl partners, we committed to the empowerment of our women. This is of a critical importance during our PeaceTalks to demonstrate d NewAFG https://t.co/gAa9mBVhQW
— Adela Raz (@AdelaRaz) September 15, 2020
عادله راز څرګندوي، چې افغانستان د راتلونکیو ۴ کلونو( ۲۰۲۱ـ ۲۰۲۵) لپاره دغه څوکۍ ګټلې ده.
د ملګرو ملتونو دغه کمیسیون د نړۍ یو له مخکښو بنسټونو څخه دی، چې د ښځو جنسیتي برابرۍ او د ښځو ځواکمنولو لپاره کار کوي.
دغه بنسټ د میرمنو حقونو ته د ودې ورکولو، په ټوله نړۍ کې د ښځو د رښتیني ژوندانه مستند کولو، د ښځو د جنسیتي برابرۍ معیاري کولو او د بندیانو په ځواکمنولو کې بنسټیز کار کوي.
