تازه خبرونه

افغانستان د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې په اجنډا کې نه دی شامل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لومړي ځل لپاره افغانستان د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د ناستې په اجنډا کې نه دی شامل.

د ولسي جرګې ځینې غړي دغې مسالې ته غبرګون کې وایي، که د افغانستان د وضعیت په اړه بې پامي سیوری وغوړوي، دولت باید خپله سیاسي تګلاره تر بیا کتنې لاندې راولي.

د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو ناسته پرون په بروکسل کې تر سره شوه، او په کې د تړون په خپل منځي ستونزو خبرې وشوې.

په افغانستان کې د ناټو د نوي ماموریت په لومړیو کې په ظاهره داسې ښکاري چې دغه هېواد د ناټو له اساسي پروګرامونو څنډې ته شوی دی.

مخکې له دې دغه راز ناستو کې تل د افغانستان مساله د ناټو د بحث وړ مهمه مساله وه، خو د بروکسل په ښار کې د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په تازه ناسته کې په افغانستان خبرې نه کیږي.

د ولسي جرګې ځینې غړي دغې مسالې ته په ښه سترګه نه ګوري.

 

آیساف بیا آریانا نیوز ته وایي، په افغانستان کې د ناټو د پریکنده ملاتړ ماموریت پیل شوی او اړتیا نه ده چې د ناټو تړون د غړو هېوادونو دفاع وزیران په دې اړه بحث وکړي.

مونږ د نوي ماموریت په اړه هوکړه کړې، او دا مهال دغه ماموریت اجرا کیږي؛ نو ځکه اړتیا نه ده چې د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزیران په لومړي ګام کې په دې اړه خبرې وکړي.

په افغانستان کې جګړې او ناامني لا پای ته نه دي رسیدلي، خو د ناټو تړون د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په ناسته کې د افریقا په شمال کې بنسټ پالنه او د اوکراین شخړه تر بحث لاندې نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version