تازه خبرونه

افغانستان د نړیوالې ترهګرۍ په نوملړ کې لومړی شو

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۶, ۱۳۹۹)

افغانستان د ترهګرۍ د قرباني شویو هېوادونو په نړیوال نوملړ کې لومړی مقام خپل کړ.

په ۲۰۲۰ کال کې د ترهګرۍ د نړیوال شاخص له مخې؛ د ترهګریزو بریدونو د ټولو مرګونو ۴۱ سلنه یې په افغانستان کې رامنځته شوي، چې د نړیوال نوملړ له مخې یې لومړی مقام ګټلی دی.

راپور په ډاګه کړې، چې په ۲۰۱۹ کال کې د تېرو درې کلونو په څېر بیا هم افغانستان د ترهګرۍ لوی قرباني هېواد دی، چې له ټولو نورو هېوادونو دغلته ډېرې ترهګریزې پېښې رامنځته شوې دي.

پر ۲۰۱۹ کال له ترهګرۍ بریدونو ۱٣ زره ٨٢٦  کسان وژل شویو، چې ۵۷۲۵  یې افغانان دي.

د ترهګرۍ د نړیوال شاخص له مخې؛ په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ له شل خونړیو پېښو اووه یې په افغانستان کې رامنځته شوي، چې طالبانو تر سره کړي دي.

د ترهګرۍ په نړیوال شاخص کې راغلي؛ الشباب، طالبان، داعش او بوکو حرام په ترتیب سره څلور خونړۍ ډلې پېژندل شوي، چې طالبانو په کې دوه یم ځای لري.

د دغه نوملړ له مخې، له افغانستان وروسته په نیجریه کې ډېرۍ ترهګریزې پېښې رامنځته شوې دي.

د ترهګرۍ نړیوال شاخص، چې هر کال د نړۍ په ۱۶۳ هېوادونو کې د ترهګرۍ اغېزې څېړي؛ د اقتصاد او سولې نړیوالې موسسې لخوا  چمتو کیږي.

بشپړ راپور دلته   وګورئ.

Trending

Exit mobile version