تازه خبرونه

افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون له کبله زیان لیدونکی هېواد دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ژوند د چاپېریال ساتنې اداره وایي، د اقلیمي بدلون له کبله افغانستان د آسیا په کچه زیان منونکی هېواد دی. دغه اداره وایي، نړۍ کې د هوا په ګرمېدو سره د بدخشان د واخان کنګلونه د ویلې کېدو په حال کې دي.

په همدې حال کې د افغانستان له پاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی وایي، افغانستان باید له ګاونډیو سره د اوبو په سر شخړې حل کړي، څو راتلونکې کې دغې برخه کې د خطرونو مخنیوی وشي.

د ځمکې کره د ګرمېدو په حال کې ده، که څه هم افغانستان دې برخه کې رول نه لري، خو د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون له کبله زیان لیدونکی هېواد دی. ټاکل شوې پاریس کې د څلوېښت زرو کسانو په شتون کې د دغې ستونزې پر حل لارې خبرې وشي.

افغانستان کې د فرانسې سفیر ژان مېشل مارلو وايي:

«د پېړۍ تر پایه به د تودوخې درجه له شپږ درجو پورته شي او دا نه منونکې ده، ځینو سیمو کې به سېلابونه راشي، خو افغانستان کې به څوک تر اوبو لاندې نه شي، خو زیان به وویني»

خو نړۍ کې ګرمه هوا د دې سبب شوې چې افغانستان کې وحشي ژوي له منځه ولاړ شي او څړ ځایونه هم تخریب شي.

د ژوند د چاپېریال ساتنې ادارې رییس شهزاده مصطفی وايي:

«د ژوند چاپېريال له ګواښ سره مخ دی، په ځانګړې توګه کلی او د بدخشان د واخان سيمې يخونه د ويلې کېدو په حال کې دي.»

 افغانستان چې پراخې طبیعي زېرمې او د اوبو پولې لري تل یې د وېش په سر له ګاونډیو سره په کړکېچ کې دی او اوس د دغې لانجې د حل له پاره لازم ظرفیت نه لري.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي:

«د اقلیمي بدلون له پاره زمونږ د ونډې د ترسره کېدو په موخه او په دې تړاو ننګونو باندې د بریا له پاره افغانستان د نړیوالو پر له پسې مالي ملاتړ او همدا راز د نړیوالو همکارانو تخینکي همکاریو ته اړتیا لري.»

خو اروپایی ټولنه ټینګار کوي چې افغانستان باید پاریس کې کېدونکې غونډه کې د اوبو په سر له خپلو ګاونډیو سره ستونزې حل کړي.

د افغانستان له پاره د اروپایی ټولنې ځانګړی استازی مایکل ملیبنوايي:

«مونږ په دې باور یو چې د سرحدي اوبو مساله باید روښانه شي افغانستان ته د امنیتي ستونزو تر حل کېدو وروسته دغه برخه هم مهمه ده څو د هغو خطرونو مخنیوی وشي چې د ځمکو په سر ممکنه شخړې او جګړې دي.»

اویا سلنه خلک افغانستان کې په کرنه بوخت دي او که دغه هېواد کې د اوبو کمی راشي، د زیاترو خلکو ژوند به له خطر سره مخامخ شي.

Trending

Exit mobile version