لوبی

افغانستان د هندوستان پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبډلې نوملړ اعلان کړ

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۶, ۱۴۰۲)

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمیټې نن د هندوستان پر وړاندې راتلونکیو درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته د ملي لوبډلې د پیاوړي لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ کې خپله لوبډله وټاکله.

د افغانستان کرکټ بورډ څرګنده کړې، چې په هندوستان کې به افغان ملي لوبډله له هند سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لومړنۍ دوه اړخیزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې جنوري میاشتې پر یوولسمه (راتلونکې پنجشنبې پر ورځ) پیل او له مهالوېش سره سم به دوه‌یمه لوبه د جنورۍ پر څوارلسمه او درېیمه لوبه پر اووه لسمه نېټه ترسره کړي.

د غوراوي کمیټې د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ یادو لوبو ته یې د لومړي ځل لپاره ۱۹ لوبغاړي ټاکلي او موخه ترې نړیوال جام سیالیو ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د ابراهیم ځدراڼ تر لوبډلمشرۍ لاندې د لوبډلې نوملړ:

لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، اکرام علیخېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد، سلیم ساپی، ګلبدین نایب او راشدخان.

کرکټ بورډ زیاته کړې: که څه هم راشدخان د لوبډلې په نوملړ کې شتون لري؛ خو دا، چې په دې وروستیو کې یې عملیات شوی، شاید د کومې لوبې لپاره د سیالۍ ډګر ته ونه دانګي.

دا، چې افغان کرکټ ملي لوبډله په لومړي ځل له هندوستان سره د نړیوالو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ کوي؛ نو په اړه یې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف وایي: مونږ خوشاله یوو، چې د لومړي ځل لپاره افغان اتلان د دوه اړخیزې لوبلړۍ لپاره هند ته سفر کوي. له شک پرته، چې هند د کرکټ په نړۍ کې یو لوی نوم دی او افغان اتلان اوس هغه حد ته رسېدلي، چې له پیاوړو لوبډلو سره سیالي وکړي او د تل په څېر د خپلې پیاوړتیا ثبوت نندارې ته وړاندې کړې.

افغان او هند لوبډلې به لومړۍ لوبه د هند په موهالي، دوه‌یمه په انډور او درېیمه هغه د هند په بنګلور لوبغالو کې ترسره کړي.

د یادولو وړ ده، چې دا سیالۍ د آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

Trending

Exit mobile version