تازه خبرونه

افغانستان د هند او پاکستان ترمنځ د نيابتي جگړې پر ډگر بدلیدای نه شي-حامد کرزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان پخواني ولسمشرحامد کرزي ويلي؛ د افغانستان خلک به دا اجازه ورنکړي، چې د هند او پاکستان ترمنځ دا هېواد د نيابتي جگړې پر ډگر بدل شي.

ښاغلي کرزي، چې دا څرگندونې د هند په پلازمېنه ډيلي کې کولې؛ د پاکستان د پخواني ولسمشرجنرال پرويزمشرف هغه وينا یې په ټينگه رد کړه، چې ويلي یې ول: هند او پاکستان ښايي هڅه وکړي، چې د افغانستان په توکميزو ډلو کې ځانته متحدين ولټوي.

حامدکرزي وويل؛ افغانستان به هیڅکله په خپله خاوره کې دهند او پاکستان ترمنځ نيابتي جگړې ته اجازه ورنکړي.

نوموړي د هند په پلازمېنه ډيلي کې يوې څېړنيزې ناستې ته وويل، هند به هم پخپل وار پرې نږدي، چې دغه راز يوه سناريو رامنځته شي.

د ښاغلي کرزي دا څرگندونې د پاکستان د پخواني ولسمشر وروستۍ وينا ته په غبرگون کې وې، چې د روانې اوونۍ په لومړيو کې يې د فرانسې خبري آژانس سره په يوه مرکه کې ويلي وه که هند په افغانستان کې د خپل نفوذ پراخولو لپاره نيابتي ډلې وکاروي؛ نو پاکستان به هم د پښتنو ملاتړ وکړي.

ښاغلي مشرف زياته کړې وه، چې دغه راز حالت کې به بيا پښتانه د پاکستان توکميزعناصروي.

ښاغلي کرزي، چې تل يې پرپاکستان د افغانستان د بې ثباته کولو تورپورې کړی وويل:

افغانستان پېنځه زره کلن تاريخ لري او دغه رازڅرگندونې خواشينوونکې او د افغانستان د خلکو په وړاندې سپکاوی دى.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دیارلس کلونو کې هند د افغانستان ملاتړ کوونکی گڼل شوی او شنونکي هم په دې باور دي، چې دې حالت هم د پاکستان حکومت خواشینی کړی دی.

Trending

Exit mobile version