تازه خبرونه

افغانستان د هوایي مدافعې له سیسټمه برخمن شو

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۱, ۱۴۰۰

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، په کابل هوایي ډګر کې د مدافعې سیسټم په نړۍ کې د ترلاسه شوې تجربې له مخې د توغندیزو بریدونو په مخنیوي کې ګټور تمام شوی دی.

دفاع وزارت د دې سیسټم د جوړېدو خبر نن له غرمې وروسته شاوخوا ۲ بجې خپور کړ، چې افغانستان یې د کارولو تجربه او مخینه نلري.

د امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواری د دې سیسټم په اړه جزئیات محرم ګڼي او دا هم نه وایي، چې یاد سیسټم د کوم هېواد له لوري ورسره مرسته شوی او یا هم افغان پوځ يې د کارولو وړتیا لري او که نه.

پخوانی پوځي ظاهر عظیمي ویلي؛ دغه سیسټم د توغوندیزو بریدونو د مخنیوي وړتیا لري او په اوسنیو شرایطو کې ګټور دی.

نوموړي زیاته کړې؛ د توغندیو د مخنیوي د دې سیسټم کارول سخت دي او باید پر کار پوه څېرې ورته وروزل شي.

د هوایي مدافعې سیسټم په داسې وخت کې فعاله شوی، چې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره سم د دې هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره اندېښنې زیاتې شوې دي.

له ۲۰۰۱ زېږدیز کال راوروسته، چې بهرني ځواکونه افغانستان ته راغلل تر دې دمه مو د توغندیو د مخنیوي سیسټم نه وو فعاله شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملکی هوایي چلند ادارې هم د افغانستان د رادار  سیسټم مدیریت هم پر غاړه اخیستی دی.

Trending

Exit mobile version