تازه خبرونه
افغانستان د ټولو توکمي ډلو او ښځو د حقونو ساتنې ته ژمن دی – مولوي متقي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي امیر خان متقي د چارشنبې پر ورځ رویټرز خبري آژانس ته څرګنده کړې؛ د افغانستان لنډمهالی حکومت د ټولو توکمونو او همدارنګه د ښځو او ماشومانو د حقونو په ساتنه کې له لاسته راوړنو برخمن دی.
متقي د چین میډیا ګروپ ته په خبرو کې ویلي، چې لنډمهالی حکومت لا دمخه په دواړو حالاتو کې دا کار کړی دی.
مولوي متقي په ډاګه کړې؛ که د ټولګډونه حکومت معنا د ټولو توکمیزو ډلو شتون وي، نو د افغانستان لنډمهاله حکومت دا کار کړی او هیڅ یو قوم په کې له ګډون پاتې ندی. زمونږ په کابینه کې تاجک، ازبک، پښتانه او نور ډېر قومي استازي شته. که ټولګډونه حکومت د ټولو سیمو د پوښښ معنی ولري، نو مونږ د هېواد له هر ولایت څخه د پنجشېر، بدخشان، فاریاب، کندهار او ننګرهار ولایت استازي لرو.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت د واک د لومړي پړاو پرمهال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې ښځې او نجونې له زدکړې او کار منع شوې وې.
په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې د امریکا تر مشرۍ لاندې له یرغل وروسته میرمنو او نجونو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زدکړې پیل کړې.
د یونسکو په راپور کې راغلي؛ د اسلامي امارت له سقوط سره سم تر ۲۰۱۸ زېږدیز کال پورې ډېر ښوونځي پرانیستل شول او د ښځو د سواد کچه ۳۰ سلنې ته ورسېده.
د اسلامي امارت د دوه یمې واکنۍ د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي شرایطو ته په نغوته کې ویلي؛ لنډمهالی حکومت اوس د ښځینه زدکړو د پرمختګ لپاره هڅې پیل کړې دي.
مولوي متقي وایي: لکه څنګه، چې مونږ ټول پوهیږو په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې ښوونځي د کرونا ویروس له کبله تړل شوي وه. په داسې حال کې، چې مونږ هرڅه له سره پیل کړل. اوس مهال د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو ټول نرينه زدکوونکيو زدکړې بيا پيل کړي دي. په ټولو ولایتونو کې له شپږم ټولګي څخه کښته ښځینه زدکوونکیو خپلې زدکړې پیل کړي او په ځینو سیمو کې له شپږم ټولګي پورته زدکوونکیو هم په تدریجي ډول خپل درسونه پیل کړل. دا پدې معنا ده، چې مونږ په دې برخه کې یو څه پرمختګ کړی او زدکړې درول شوې ندي.
د ټولګډونه حکومت جوړول او د توکمیزو ډلو او همدارنګه د ښځو او ماشومانو د حقونو ساتنه د نړیوالې ټولنې لپاره د سترې اندېښنې وړ دي. که څه هم د افغانستان اسلامي امارت د سپټمبر په میاشت کې د افغانستان د لنډمهالي حکومت د جوړولو اعلان په داسې حال کې وکړ، چې له تېر حکومت سره یې اوږده جګړه تازه پای ته رسولې او نوې چارې یې ډاډمنې روانې ساتلې دي