سوداگري

افغانستان د پانګونې په برخه كې شپږ برابره پرمختګ كړى دى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د نړيوال بانك وروستۍ ارزونه كولاى شي په افغانستان كې د لويو بهرنيو پانګونو لپاره لاره پرانيزي، په افغانستان كې د پانګونې څخه د ملاتړ اداره يا آيسا وايي، د دولت د لږې پاملرنې له امله د نړيوال بانك د اروزنې له مخې افغانستان د پانګونې په برخه كې شپږ برابره پرمختګ كړى دى.
نړيوال بانك تېره اوونۍ په ۱۸۹ هېوادونو كې د پانګونې د لسو برخو د ودې په موخه خپله كلنۍ ارزونه اعلان كړه.
دغه اروزنه ښكاره كوي، چې حكومتونه په كومه اندازه په خپلو هېوادونو كې د پانګونې د ودې لپاره كار كړى دى.
د دغې ازرونې له مخې تېر كال په پرتله د افغانستان له يو سلو اويايم هېواد څخه يو سلو څلور شپېتم هېواد ته پرمختګ كړى دى.
همداراز افغانستان د پانګونې په لومړى برخه كې، چې پانګونې ته د زمينې برابرول او د جوازونو وېشل دي د ډېرو هېوادونو په پرتله ښه كار تر سره كړى دى.
په افغانستان كې د پانګونې د ملاتړ ادارې يا آيسا رئيس وفي الله افتخار وايي:
بهرنې پانګوال په راتلونكې كې د خپلو پانګونو لپاره داسې ارزونو ته، چې د معتبرو نړيوالو بنسټونو له خوا تر سره شي جدي پاملرنه كوي.
د ځمكې كموالى، د برېښنا د بيې لوړوالى، د اړوندو بنسټونو له خوا د كورنيو توليداتو نه ملاتړ هغه ستونزې دي، چې د افغانستان د صنایعو د ټولنې له خوا د پانګونې په لاره كې جدي خنډونه بلل كېږي.

Trending

Exit mobile version