تازه خبرونه

افغانستان د پاکستان د امنیتي وضعیت په اړه بې ځایه تورونه رد کړل

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تویت کړی؛ هیچاته اجازه نه‌ ورکوو، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر خلاف وکارول شي.

نوموړی وایي؛ که په دې اړوند کومه اندېښنه وي؛ باید، چې مخامخ اسلامي امارت ته وړاندې شي او په رسنیو کې دې پر بې ګټو ادعاوو عامه ذهنیت نه مغشوشوي. داسې ادعاوې د دواړو ( حکومتونو )په ګټه‌ نه‌دي.

ذبیح الله مجاهد خپل غږ په داسې حال کې راپورته کوي، چې د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزارت مرستیالې حنا رباني کهر یو ځل بیا ادعا کړې، چې په پاکستان کې میشت افغان وګړي د دوی په ناامنیو کې لاس لري او په دې اړه یې اسناد د افغانستان له چارسمبالي حکومت سره شریک کړي دي.

د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې په بلوچستان کې د پوځ پر یوې اډې مرګونی برید د کندهار ولایت اوسېدونکیو کړی دی.

د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ویلي؛

مونږ کافي شواهد لرو، چې افغانان په ډېرو ترهګریزو پېښو کې لاس لري. مونږ هغه شواهد له طالبانو سره شریک شوي، چې ښيي؛ دوی افغان هویت لري.

نوموړې له «اج» خبري چینل سره په خبرو کې ادعا کړې؛ په ځینو مواردو کې ان هغه کسان، چې پر معتبرو پاسپورتونو پاکستان ته راغلي، هم په ناامنیو کې لاس لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د پاکستانيو چارواکو دغه ادعا رد کړې او له پاکستان څخه یې غوښتي، چې د امنیت په خوندي کولو کې د پاتې راتللو له کبله افغانستان ته ګوته نوره ونه‌نیسي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د پاکستان دغه ادعا بې بنسټه ګڼي او له پاکستانه یې غوښتي چې د امنیت په خوندي کولو د خپلې ناکامې پړه پر افغانانو بار نه‌کړي.

پاکستان دا هم څرګنده کړې، چې افغانانو ته به له ویزې او پاسپورت پرته پاکستان ته د ننوتو اجازه نه‌ورکول کېږي او ټول هغه افغانان، چې پاکستان ته داخلېږي بایومتریک کېږي.

Trending

Exit mobile version