تازه خبرونه
افغانستان د پاکستان د سوداګریزو توکو پر لیږد د بندیز پرېکړه وکړه
ولسمشر غني وایي، که پاکستان افغان سوداګرو ته له واګه بندر څخه د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد اجازه ورنه کړه؛ نو افغانستان به له خپلو ترازیتي لارو څخه مرکزي آسیا او نورو هېوادونو ته د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد مخه هم ونیسي.
نوموړي تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي اون جینکینس سره د لیدنې پر مهال کړي دي.
د ولسمشر غني په وینا؛ دوی په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ د پراختیا او د سوداګرۍ د ودې لپاره کوښښ کوي او د پاکستان په ګډون یې د سیمې له هېوادونو غوښتنه داده، چې په دې اړه شته تخنیکي ستونزې حل او د بشري همکارۍ زمینه برابره کړي.
له ولسمشرۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوې، چې پاکستان تل د میوو په فصل کې د افغانستان د بزګرو، بڼوالو او سوداګرو په وړاندې خپلې لارې تړلې او په دې توګه یې افغانانو ته میلیونونه دالر زیان اړولی دی.
د خبر پاڼې له مخې؛ د افغانستان له خاورې څخه د پاکستانیو موتر د تېریدو ممنوعیت خبر ټولو سرحدي بندرونو ته ورکړشویدی.
پاکستان د ولسمشر غني د څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان د ۱۴ ورځو لپاره هر راز تګ راتګ ته د سپین بولدک- چمن لار بنده کړې وه، چې له کبله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه زیانونه رامنځته شول.