تازه خبرونه
افغانستان د پاکستان پر پرتله امن او د انصاف لرونکی دی – محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزي په سیمه کې تاریخي پېښو ته په نغوته کې څرګنده کړه؛ کله، چې روسي پوځیان افغانستان ته ننوتل امریکا د پاکستان پر ملاتړ جاسوسي پیل کړه؛ پاکستان او امریکا ته دې پېښې خوند ورکړ او افغانستان د جګړې لس کلن ډګر شو.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، چې يو ملتپاله او ډېموکراټ سياسي مبارز دی؛ له یوې پاکستانۍ خپرونې یا پادکسټ سره په خبرو کې یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: افغانستان د پاکستان پر پرتله ډېر امنیت او انصاف لري؛ پاکستان نشي کولی خپلې غوښتنې پر افغان ولس وتپی.
محمود خان اڅکزي په سیمه کې تاریخي پېښو ته په نغوته کې څرګنده کړه؛ کله، چې روسي پوځیان افغانستان ته ننوتل امریکا د پاکستان پر ملاتړ جاسوسي پیل کړه؛ پاکستان او امریکا ته دې پېښې خوند ورکړ او افغانستان د جګړې لس کلن ډګر شو.
نوموړي په دې اړه د هغه مهال د پارلماني کمیټې له پرېکړو هم پرده پورته کړه او مهاجرو افغانانو ته یې د آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ؛ خو د پاکستان او امریکا غوښتنو تر دې دمه له کډوالو ناوړه ګټه پورته کړې ده.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال څرګنده کړه: پاکستان افغانانو ته داسې ویلی نشي، چې دا وکړه او دا وکړه؛ ځکه افغانستان د پاکستان پر پرتله په انصاف کې غورهوالی لري. پاکستان د خپلو خلکو غوښې خوري او له انصاف لرې کړنې لري؛ همدا علت دی، چې خلک د صف جوړولو ته اړتیا لري.
دوی وغوښتل، چې پښتون غریب د ارزانه مزدور په توګه وکاروی؛ له نړۍ سره د افغانستان سیالي د پاکستان نه خوښیږي.
د پاکستان دغه ناندريز شخصيت، چې په سيمهیيزه کچه یې د افغان او پښتون د کور د واک او ځواک چغه راپورته کړې وایي، چې له امیر ټیمور راوروسته جوړ شوی افغانستان او پښتونخوا خپله افغانانو نه، بلکې نورو وران او کنډواله کړي دي.
نوموړي د نجونو زدهکړو، کار او تعلیم په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې پر افغانانو روسیې او امریکا برید وکړ؛ پر ارزښتونو او کلچر لوبې وشوې، خو روس او امریکا او نورو ملګرو هېوادونو افغانستان پرېښود او ترې په داسې حال کې ووتل، چې تر شا یې هر څه ناسم پرېښودل او مرسته ورسره ونشوه.
نوموړي د خپرونې یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: جمهوري او ډیموکراټ مزاج په دې سیمه کې یوازې افغانان لري؛ له دوی سره هر څوک کېناستلی شي. دوی خپل ژوند پخپله چلوي.
د پاکستان د سیاست د نه چلېدا علت د کلچر نشتوالی دی او په افغانستان کې چلېدی نشي.
له ټيټيپي سره ښکرلګول یوه ناسمه تګلاره ده؛ پاکستان مدرسې پخپله پوځي کړي او طالبان یې ملامت ندي.
هغه وایي؛ د روس او امریکا په جنګ کې له طالبانو(اسلامي امارت) او افغانانو سره داسې څه ونشول، چې له دوی سره مرسته وکړي.
نوموړي پر افغانانو د نظرونو او غوښتنو د تپلو په اړه د پاکستان له نااهلیو یادونه وکړه او په دې اړه وایي، چې افغانستان یا زمونږ پښتونخوا د دریابونو سر چینه ده؛ هېوادونه د خپلو اوبو د کنټرول حق لري، خو هیڅوک پرې خپلې غوښتنې منلی نشي.
اڅکزي ویلي؛ د افغانستان جوړونه خپل خلک غواړي؛ پردو او نورو ورته څه ونکړل، ځکه دوی د ځان لپاره بېوسه، فقیر او خوار افغانستان یا ارزانه کاري ځواک غواړي.
محمود خان اڅکزي دا ټینګار هم کړی، چې پاکستان د افغان مهاجرو د جبري ایستلو په لړ کې ظلمونه وکړل. پاکستان به دې پوښتنې او غوښتنې ته هیڅکله ځواب ورنکړي؛ دوی ولې افغان کډوال جبري ستنېدا ته اړ کړل؟ دا ورځ پر پاکستان راروانه ده؛ هیڅوک به ځای ورنکړي.
که طالبان له پاکستان پوښتنه وکړي، چې دا ستا حکومت روا دی؛ ځواب نلري؛ ځکه پاکستان د نورو پسې تلی، نور د پاکستان پسې نه دي راغلي.
د وران افغانستان جوړول پاکستان خپل کار ونهګاڼه؛ خو افغانان یې خپل کار ګڼي.