تازه خبرونه

افغانستان د پرمختګ لوری روان ساتي او د چا اندېښنو ته نه‌تم کیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

د اسلامي امارت ویاند د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو راپورته شوې اندېښنې بې بنسټه وګڼلې او وغندلې.  

ذبیح الله مجاهد د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې امنیت خوندي دی او هیڅ بهرنۍ ډلې ته په دې هېواد کې د فعالیت اجازه نه‌ورکول کیږي او د اسلامي امارت د دوه نیم کلنې واکمنۍ په موده کې هیڅ هېواد له افغانستان څخه ګواښ شوی نه‌دی.

هغه زياته کړې، د نشه يي توکو پر وړاندې هم کوټلي ګامونه پورته شوي؛ کرکيله يې صفر ته راټيټه شوې او د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه روانه ده.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د ښځو په ګډون د هېواد د وګړو حقونه خوندي دي او خلک له ژوند، مالي، تعلیمي او معنوي امنیت څخه برخمن شوي دي.

نوموړی وایي؛ د هېواد د محاکمو دروازې د افغانانو پر مخ خلاصې دي او د هغوی حقوق په پام کې نیول کیږي.

مجاهد دې ته هم نغوته کړې، چې هېواد د اقتصادي سوکالۍ پر لوري روان دی؛ د افغانۍ ارزښت ساتل شوی، سترې پروژې پیل شوي او د روغتیا، پوهنې او نفوسو په برخو کې بې ساري کارونه شوي دي.

هغه څرګنده کړې: له دې ټولو پرمختګونو سره – سره د هېواد ناسم انځور وړاندې کول؛ د افغانستان په اړه د اندېښنې او وېرې رامنځته کول د دې ښکارندويي کوي، چې دا دهېوادونه لږ معلوماتو لري او يا هم ځينې متعصبې کړۍ ناسم معلومات لېږدوي.

مجاهد ټینګار کړی، چې: که دسیسه‌ګر هر څومره تبلیغات وکړي؛ افغانستان پرمختګ روان ساتي او د هیچا څرګندونو او اندېښنو ته نه‌تم کیږي.

د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د البانیا، انډورا، بلجیم، بلغاریه، کاناډا، فرانسې، جرمني، کوسوو، لیختن‌ اشټاین، منګولیا، نډرلینډ او رومانیا په ګډون د ۱۲ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارت غوښتي، چې د جنسي ځورونې سیستماتیک چلند ودروي.

دوی همدا راز له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې د نړیوالو مکلفیتونو په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې د واکمنو چارواکو مراعات په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا ادغام لپاره اساسي شرط دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل ټینګار کړی، چې د شریعت له مخې د ښځو حقونو ته ژمن دي او دا موضوع بهرنیانو پورې هیڅ اړه نه‌لري.

Trending

Exit mobile version