تازه خبرونه
افغانستان د ځمکې پر مخ له ډېر بد بشري ناورین سره مخ کېدونکی دی – م.م
Last Updated on: لړم ۱۸, ۱۴۰۰
د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام اجرائیوي مشر ډیویډ بیسلي په افغانستان کې له مخ پر ډېرېدونکي بشري بحران اندېښمنه ښودلې او دا یې د نړۍ تر ټولو بد بشري ناورین نومولی دی.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې، د افغانستان ۹۵ سلنه وګړي پوره خواړه نلري او ۲۳ میلیون نور د لوږې پر لوري روان دي.
دغه راز ډیویډ بیسلي وایي، چې د افغانستان ۹ میلیون نور وګړي په عملي توګه له لوږې سره مخ دي؛ ژمی راروان دی او وچکالي هم شته.
بیسلي زیاته کړې: راتلونکې شپږ میاشتې ناورین زېږوونکې دي.
ملګرو ملتونو خبر ورکړی، چې یو شمېر کورنیو د بېوزلۍ له کبله خپل ماشومان هم پلورلي دي.
اسلامي امارت ويلي، چې د بشري ناورین د مخنیوي او له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره پر بېلابېلو کړنلارو عملي کار روان دی.