بی بی سی پښتو
افغانستان د ښځینه پولیسو شمېر لسو زرو ته لوړوي
د افغانستان کورنیو چارو وزارت تر راتلونکو څلورو کلونو لسو زرو ته د ښځینه پولیسو د شمېرو لوړولو اعلان کړی.
وزارت ویلي دا مهال ۴۰۰۰ ښځینه پولیسې د پولیسو په لیکو کې په کار بوختې دي چې د ټولو پولیسو درې سلنه جوړوي.
داسې ښکاري چې د افغانستان کورنیو چارو وزارت د پولیسو په لیکو کې د مېرمنو ونډې ډېرېدو ته د یوه داسې لومړیتوب په سترګه ګوري چې له بیا بیا هڅو سره هم نه دي ور رسېدلي .
- پر افغان پولیسو د دود سیوری، ۱۱۵ سړي خو یوه پوله ساتې پولیسه
- د ښځینه پولیسو تشکیل ۵۰۰۰، خو یوازې ۲۸۰۰ پکې کار کوي
- ترکیې ۲۵۰ افغان پولیسې روزلې
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ولس ته د دولت حساب ورکولو په یوه پروګرام کې وویل چې د مېرمنو اړتیاوو ته د رسیدو په موخه چې د هغه په وینا د افغانستان د نفوس نیمه برخه جوړوي ډېرو ښځینه پولیسو ته اړتیا ده.
دی وایي وزارت یې په پام کې لري چې تر څلورو نورو کلونو د ښځينه پولیسو شمېر له اوسنۍ اندازې دوه نیم برابره ډېر او لس زرو تنو ته ورسوي.
د ښاغلي اندرابي په خبره د دې پروګرام موخه یوازې د ښځینه پولیسو شمېر او کمیت نه بلکې هڅه به دا وي چې د کیفیت او ظرفیت له اړخه هم د اړتیا سره سم ښه ځواک ولري:
“اوس مهال د پولیسو په لیکو کې ۴۰۰۰ ښځينه پولیسې لرو او مونږ د دې پروګرام له مخې په پام کې لرو چې دا شمېر تر لسو زرو ښځینه پولیسو ورسوو. تر ۲۰۲۴ کاله پورې د پولیسو په لیکو کې د مېرمنو ونډه تر لسو زرو غښتلي کول یوازې شمېره نه ده بلکې موږ دلته د دوی رول ته په کتو د دوی زدکړو، مهارتونو ، ظرفیتونو او وضعیت ته هم ګورو.”
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال ۱۲۴ زره کسان د پولیسو په چوکاټ کې په دندو بوخت دي چې له ډلې یې څلور زره هغه مېرمنې دي.
دا اندازه ښځینه پولیسې په هوايي ډګرونو، ځمکنیو پولو او ځينو ادارو کې په پلټنو او ځينې هغه یې په ځانګړو عملیاتو کې په دندو بوختې دي.
د ځینو په باور د نامناسب کاري چاپېریال، په افغان ټولنه کې د ځينو دودونو او دودیز ژوند له کبله ډېرو مېرمنو ته د پولیسو لباس اغوستل او دنده اسانه کار نه دی.
په افغان ټولنه کې د مېرمنو پولیسو پر وړاندې د پرتو ګڼو خنډونو ور ها خوا د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابې په دې برخه کې ځینې ادارې ستونزې هم مني د هغه په باور پولیس لا هم له خپلې اصلي دندې چې د قانون حاکمیت او له جرمونو سره مبارزه ده لرې او یوه زیاته انرژي یې په جګړو لګېږي.
خو ده په دې غونډه کې وویل چې د رهبرۍ په کچه هڅې ګړندۍ شوي چې پولیس خپلو اصلي دندو ته وګرځي.