تازه خبرونه

افغانستان د کرونا ۳۴۱۹۴ پېښې او ۹۷۱ مړي لري

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۰, ۱۳۹۹)

عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۱۹۴ رسیدلی او له همې ناروغئ ۹۷۱ ناروغان مړه شوي دي.

د دغه وزا رت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو څلیریشت ګړیو کې د دې ویرړس ۲۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې۸۳ يې د کابل، ۸۱ د هرات، ۹ د بلخ،  ۳ د ننګرهار، ۳۰ د بامیان، ۵ د تخا، ۳ د بغلان، ۳۰ د بادغیس، ۲ د لوګر، ۵ د کندوز، ۲ د پروان، ۱۶ د دایکندي، ۳ د میدان وردګ،  ۱ د لغمان، ۲ د پنجشېر او ۱۳ د غور ولایتونو دي.

دغه راز په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا اخته ۱۲ ناروغان مړه شوي، چې ۱۰ په کابل او یو، یو په میدان وردګ او تخار ولایتونو کې دي.

یاد وزارت دا هم ویلي، چې په تېره یوه شپه او ورځ کې له کرونا ۴۱ کسان رغیدلي او له روغتونونو څخه کورونو ته رخصت شوی او په ټول هېواد کې ۲۰۸۸۲ زوغ شوي دي.

، چې د نړیوال بانک مدیره پلاوي نن په افغانستان کې د کوويد-۱۹ وبا د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو سره د مقابلې، زیانمنونکیو خلکو ته د آسانتیاوو برابرولو او له خصوصي تشبثاتو څخه د ملاتړ په موخه د ۲۰۰ میلیون امريکايي دالرو پر ارزښت د وړیا مالي مرستې یوه بسته تصویب کړه.

په اعلامیه کې راغلي؛ دغه وړیا مالي مرسته، چې ( په افغانستان کې د کوويد-۱۹ ناورين ته د ځواب وینې لپاره د پاليسيو د پراختيا پروګرام ) په چوکاټ کې لګول کیږي ۱۰۰ میلیون امريکايي دالر يې د نړیوالې پراختيا ادارې، چې تر ټولو بېوزله هېوادونو ته د نړیوال بانک د مالي مرستو برابروونکی اداره ده او ۱۰۰ میلیون نور يې د افغانستان د بیارغونې صندوق ته، چې مدیریت یې د ۳۴ هېوادونو او نړيوالو مرستندویو ټولنو په استازولۍ نړیوال بانک پر غاړه لري؛ لخوا ورکول کېږي.

Trending

Exit mobile version