تازه خبرونه

افغانستان د کرکت د نړیوالې شورا د دوه یمې درجې لومړنی هېواد شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغانستان د کرکت د نړیوالې شورا د دوه یمې درجې لومړنی هېواد شو، چی د دغې شورا له اولې درجې هېواد څخه د لوبو سیریز گټي.

افغانستان له زمبابوې څخه د پېنځه لوبو په لړ کی درې وگټلې او په کرکت کې یې یو نوی تاریخ جوړ کړی.

له افغانستان وړاندې د دوه یمې درجې کوم بل هېواد داسې لړۍ نه ده گټلې.

افغانستان د کرکت د نړیوالې شورا یو بل بشپړ غړي بنگلدیش ته هم ماتې ورکړي ده.

افغانستان تېره ورځ پچه وبایلله؛ خو د زمبابوي لوبډلي لخوا ورته د توپ وهني بلنه ورکړشوه او افغانستان وکړای شول، چې د نور علي د څلور پنځوس  او د محمد نبي په درې پنځوس منډو زمبابوې ته د دوه سوه شپږ څلوېښت منډو هدف وټاکي.

په افغان توپ اچوونکیو کې دولت ځدراڼ څلور، حمزه درې، راشد دوه او میرویس اشرف د زمبابوې یو لوبغاړی وسوځاوه او لوبه یي د افغانستان په گټه پایته ورسوله.

Trending

Exit mobile version