لوبی

افغانستان د کرکت ۲۰۱۵ نړیوال جام ته لار پيدا كړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د عربي متحد اماراتو په شارجه لوبغالي کې د جمعې په ورځ(د تلې ۱۲) پچه افغانستان وگټله او د کينيا لوبډلې ته يې د بېتنگ کولو بلنه ورکړه.

د کينيا د کرکت ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته په دوه یمه يو ورځنۍ لوبه کې په ۴۳ اوورونو کې د ټولو لوبغاړيو د سوځيدو پر سر د ۹۴ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له د درېيمې وېکټې له پريوتو وروسته افغان توپ وهونکي تر يو څه فشار لاندې راغلل، خو کپتان محمد نبي وکړای شول لوبه کابو کړي.

کپتان نبي عيسی خېل وکړای شول په يوازې سر ۴۶ منډې وکړي او لوبه د افغانستان په گټه پای ته ورسوي.

ده په خپل اننگز کې دوه شپږيزې او درې څلوريزې ووهلې.

حشمت الله سيدي بل هغه افغان لوبغاړی و، چې ويې کړای شول، په سختو شرايطو کې افغانستان ته ډېرې قيمتي ۱۳ منډې وکړې.

د ۲۰۱۵ م کال د کرکت نړيوال جام لوبې په استراليا او نوي زیلاند کې کيدونکې دي.

د يادونې وړ ده، چې افغان كركت لوبډلې په يوه اوونۍ كې درې ځلې لوبه له كينيا څخه د افغانستان په گټه وړې ده.

Trending

Exit mobile version