لوبی
افغانستان د کرکټ دوهیمه روزنیزه لوبه هم له عربي متحده اماراتو وګټله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوهیمه روزنیزه ۵۰ اوره لوبه له عربي متحده اماراتو څخه د ۹۵ منډو پر توپیر وګټله.
افغان لوبډلې په شارجه کې د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه او د اووه لوبغاړو پر سوځېدو یې ۲۴۹ منډې جوړې کړې؛ شرف الدین اشرف ۶۳ او بهیرشاه ۶۲ منډې وکړې.
د اماراتو لوبډله په ۴۲.۲ اور کې پر ۱۵۴ منډو وسوځیده او ټاکل شوي هدف ته ونه رسیده. فرید احمد او ضیا الرحمن درې درې ویکټې واخیستې.
له دې مخکې افغانستان لومړۍ روزنیزه لوبه له عربي متحده اماراتو څخه د ۱۰۹ منډو پر توپیر ګټلې وه.
افغانستان او عربي متحده امارات به د جمعې پر ورځ د شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي.
