لوبی

افغانستان د کرکټ په آسیايي شورا کې د څوکۍ لرلو حق ترلاسه کړ

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.

Published

on

افغانستان د آسیايي کرکټ شورا«ای‌سي‌سي» په وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه کې د دې شورا د مشرتابه په بهیر کې د څوکۍ لرلو او د آسیايي کچې د مهمو سیالیو د کوربتوب حق ترلاسه کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، دغه پرېکړه د دې ادارې د عمومي مشر میرویس اشرف پر وړاندیز وشوه، چې د آسیايي کرکټ شورا د غړو له پراخ ملاتړ او تائید سره مخ شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ د دې څوکۍ ترلاسه کول په آسیا کې د افغانستان پر کرکټ د زیات شوي باور او اعتبار څرګندونه کوي او هېواد ته زمینه برابروي، چې د آسیایي کرکټ د پرېکړو په بهیر کې نور هم اغېزمن حضور ولري.

دې ادارې زیاته کړې؛ افغانستان به په راتلونکي کې د آسیايي کرکټ شورا د مهمو سیالیو په کوربتوب کې هم مهم رول ولوبوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د آسیايي کرکټ شورا له غړیو څخه د دوی د باور او ملاتړ له کبله مننه کړې او ویلي یې دي، چې په افغانستان او آسیا کې د کرکټ د پراختیا او پیاوړتیا لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.

د آسیايي کرکټ شورا وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه پرون د تایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې جوړه شوه، چې د غړیو هېوادونو د کرکټ ادارو عمومي او اجرائیوي مشرانو په کې ګډون کړی و.

Trending

Exit mobile version