تازه خبرونه

افغانستان د کوچنیو بار وړونکیو او مسافر وړونکیو موترو تولید پیل کړ

Published

on

Reuters

افغانستان په لومړي ځل بریالی شو، چې  په کور دننه د کوچنیو بار وړونکیو او مسافر وړونکیو موترو تولید پیل کړي.

د هېواد په شمالي ولایت بلخ کې یو خصوصي شرکت بریالی شوی، چې خپل تولید شوی موتر په رسمي بڼه بازار ته وړاندې کړي.

د دې تولیدوونکې کارخونې مشر ویلي؛ د پېنځه میلیون دالرو په پانګونه بریالی شوی، چې دغه برښنايي موتر او بطرۍ تولید او بازار ته وړاندې کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تولیدات یې د ګاونډ هېوادونو په پرتله له ښه کیفیته برخمن دي.

د اقتصاد وزارت مسوولینو ويلي؛ د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د نړیوال بانک په مرسته پېنځه سوه ۶۹ میلیون دالر ځانګړي شوي او دا پیسې به د کورني تولید د هڅونې په موخه  خصوصي سکتور ته ورکړ شي.

پانګوال محمد امین نور وایي: مونږ د سیمي او ګاونډ هېوادونو په کچه په لوړ کیفیت تولید لرو. له حکومته موهیله ده، چې د کورني تولید ملاتړ وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خوني غړی خانجان الکوزی وایي، چې حکومت باید له دغو تولیداتو څخه په لیلیو، روغتونونو او وزارتونو کې ګټه پورته کړي، چې د کورني تولیدي توکو وړتیا نوره هم لوړه شي.

د اقتصاد وزیر د یادې کارخونې د تولیداتو د پېژندنې په غونډه کې وویل، چې حکومت هڅه کوي د کورني تولیداتو د هڅونې لپاره د نړیوال بانک په همکارۍ ۵۶۹ میلیون دالر خصوصي سکټور ته په واک کې ورکړي.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وایي: مونږ د کورنیو تولیداتو او صنعت د پراختیا لپاره تدابیر نیولي او د هڅونې لپاره یې نړیوال بانک ۵۶۹ میلیون دالر ورکوي، چې ۳۴۸ میلیون يي له ګټي پرته دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال عبدالکریم ملکیار څرګنده کړې: مونږ د کورني تولیداتو د پراختیا  لپاره پالیسۍ او قوانین آسانه کړي، چې بېخبناوو ته د خصوصي سکتور لاسراسي پراخ کړي.

د ولسي جرګې غړي بیا پر سکتوري وزارتونو تورلګوي، چې دوی د کورني صنعت د ملاتړ لپاره لازم اقدامات نکوي.

د ولسي جرګي غړی خان محمد وردګ ویلي، چې حکومت په لومړۍ درجه برخه کې د صنعت او تولید د ملاتړ روهیه شته؛ خو د وزارتونو په کچه دا روحیه وجود نلري.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم بیا وايي، چې افغان حکومت باید د تولید د پراختیا لپاره خصوصي سکتور ته د امنیت ترڅنګه ، ځمکې، برښنا او د پور د تر لاسه کولو په برخه کې سهولیتونه رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version