لوبی

افغانستان د یوورځنیو سیالیو په نړیوال لړلیک کې اووم مقام ته پورته شو

د شنبې پر ورځ( د اوکټوبر پر څلیریشتمه ) د خپور شوي لړلیک له مخې؛ افغانستان د ۹۴ امتیازونو پر ترلاسه کولو اووم مقام خپل کړی؛ انګلستان د ۹۳ امتیازونو پر لرلو اتم مقام ته لوېدلی او سریلانکا د ۹۵ امتیازونو پر لرلو شپږم مقام لري.

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا (آی‌سي‌سي) د یوورځنیو سیالیو په تازه لړلیک کې له انګلستان څخه مخکې او د نړۍ اووم مقام ته پورته شوې ده. افغانستان له دې سره د خپلې لوبډلې د تاریخ تر ټولو غوره مقام له خپل پخواني ریکارډ سره برابر کړی دی.

د شنبې پر ورځ( د اوکټوبر پر څلیریشتمه ) د خپور شوي لړلیک له مخې؛ افغانستان د ۹۴ امتیازونو پر ترلاسه کولو اووم مقام خپل کړی؛ انګلستان د ۹۳ امتیازونو پر لرلو اتم مقام ته لوېدلی او سریلانکا د ۹۵ امتیازونو پر لرلو شپږم مقام لري.

افغانستان لومړی ځل د ۲۰۲۵ز.کال په می میاشت کې د نړۍ د یوورځنیو سیالیو په لړلیک کې اووم مقام ته رسېدلی و او اوس یې یو ځل بیا دا تاریخي لاسته‌راوړنه تکرار کړې ده.

په درې‌اړخیزو سیالیو کې اتلولي؛ د افغانستان د پرمختګ لامل

له زیمبابوی او بنګله‌دېش سره په درې‌اړخیزو سیالیو کې د افغانستان لوبډله وځلېده. افغانستان د اوکټوبر پر درویشتمه( د جمعې پر ورځ ) د دغو سیالیو په پایلوبه کې زیمبابوی ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

په دې لوبه کې افغان توپ‌اچوونکو د زیمبابوی لوبډله د ۱۶۹ منډو له جوړولو وروسته ټوله وسوځوله. راشد خان د درې لوبغاړو پر سوځولو د افغانستان پر ګټه غوره توپ‌اچونه وکړه.

د افغانستان په توپ‌وهنه کې ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ ناسوځېدلو منډو پر جوړولو د لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه. رحمت شاه هم ۴۳ منډې جوړې کړې او افغانستان په ۳۴.۳ آورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړ.

په نړیوال لړلیک کې د انګلستان شاتګ

انګلستان له سریلانکا څخه له وروستۍ ماتې وروسته په نړیوال لړلیک کې یو مقام له لاسه ورکړی دی. دې لوبډلې د ۴۳۰ منډو لوړ هدف وټاکه؛ خو د دفاع په برخه کې یې بریا ترلاسه نه‌کړه او سریلانکا د یوورځنیو سیالیو په تاریخ کې د هدف د پوره کولو له سترو بریالیو هڅو څخه یوه ترسره کړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍ په لړلیک کې اووم مقام ته پرمختګ؛ په نړیوالو سیالیو کې د دې لوبډلې د پرمختګ او د نړۍ له نومیالیو لوبډلو سره د سیالۍ د وړتیا د زیاتېدا ښکارندوی دی.

Trending

Exit mobile version