لوبی

افغانستان د ۲۰۲۲ کال آسیا جام په لومړۍ لوبه کې له سریلانکا سره لوبه کوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۵, ۱۴۰۱)

د ۲۰۲۲ کال آسیا جام سیالۍ نن شنبه ماښام مهال د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې پیلیږي او افغانستان له سریلانکا سره لوبه کوي.

د افغانستان د کرکت لوبډلمشر محمد نبي او د سریلانکا لوبډلمشر داسون شاناکا دی. دواړه لوبډلې له بنګله دېش سره په بي ګروپ کې سیالۍ کوي.

نبي او شانکا دواړه هیله مند دي، چې له خپلو لوبډلو سره په زړه پورې لوبې نندارې ته وړاندې کړي او ۲۰ آوریزې سیالۍ بریالۍ پیل کړي.

د افغانستان د کرکت مینه والو لپاره به آریانا نړیوال تلویزیون دا لوبه نن شنبه د ماښام له شپږو بجو څخه په ژوندۍ بڼه خپروي.

په دې سیالیو کې ټولې شپږ لوبډلې؛ افغانستان، هند، سریلانکا، پاکستان، هانګ کانګ او بنګله دېش لوبډلې لوبیږي.

دغه شپږ لوبډلې په دوه ګروپونو وېشل شوې دي؛ په الف ګروپ کې هند، پاکستان او هانګ کانګ او په بي ګروپ کې : سریلانکا، بنګله دېش او افغانستان راغلي دي.

هره لوبډله په خپل ګروپ کې له نورو دوه لوبډلو سره یو ځل لوبه کوي او دوه مخکښې لوبډلې بل پړاو ته لاره پیدا کوي.

هند د دې سیالیو دفاعي اتل دی، چې د ۲۰۱۸ کال په فاینل کې یې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره دغه اتلولي خپله کړې ده. هند تر دې دمه د آسیا جام تر ټولو زیاتې ۷ اتلولۍ ګټلي، سریلانکا بیا ۵ او پاکستان ۲ اتلولي ګټلي دي.

د اسیا شل آوریز جام لپاره د افغانستان محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، افسر ځاځی، عظمت الله عمرزی، فرید احمد ملک، فضل حق فاروقي، حشمت الله شهیدي، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، کریم جنت،  مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، نوین الحق، نور احمد، رحمان الله ګربز (ویکت)، راشد خان او سمیع الله شینواری لوبیږي. نجات مسعود، قیس احمد او شرف الدین اشرف هغه درې لوبغاړي دي، چې ریزرو دي.

Trending

Exit mobile version