لوبی

افغانستان د ۲۰۲۳ آسیا جام غوراوي سیالیو وروستي پړاو ته لار وموندله

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۶, ۱۴۰۰)

له هغې وروسته، چې بحرین هانک کانګ ته څلور پر صفر ماته ورکړه؛ افغانستان د آسیا جام پای لوبې ته لار وموندله.

د هېواد فوټبال ملي لوبډلې هیله درلوده، چې نړیوال جام او آسیا جام د غوراوي سیالیو پایلوبې ته پر هند له بري وروسته نېغه لارومومي؛ خو د سې شنبې پر شپه یې لوبه یو پر یو له هند سره مساوي پای ته ورسېده.

لومړی هندوستان د اویس عزیزي پر ګول وهنه مخکې شو؛ خو بیا ملي لوبډلې په ۸۱ دقیقه کې د حسین زماني پر ګول وهنه لوبه مساوي کړه.

له دې پایلې سره ملي لوبډله د بحرین او هانګ کانګ پایلو ته په تمه شوه.

بحرین هانک کانګ ته د څلور پر صفر ماته ورکړه او افغانستان د غوره څلور لوبدلو په نوملړ کې راغلو او له هندوستان سره یوځای یې د آسیا جام سیالیو وروستي پړاو ته لاره وموندله.

د آسیا جام د وړتیاوو په درېیم او وروستي پړاو کې د دوه یمو ګروپونو لوړ امتیاز لرونکې څلور لوبډلې، د درېیمو ګروپونو اته لوبډلې، د څلورمو ګروپونو څلور لوبډلې، چې لوړ امتیازونه لري؛ د پایلوبو اته ګتونکې لوبډلې به یو له بل سره مخامخ ولوبیږي، چې پدې توګه د آسیا جام پایلوبې ته ۱۲ غوره لوبډلې لار ومومي.

د لوبډلو تر منځ پچه به د اکتوبر په میاشت کې اچول کیږي او تمه ده، چې د دې پړاو لوبې د ۲۰۲۱ کال د نومبر پر ۱۱پیل شي.

Trending

Exit mobile version